58c603ba-147a-48e8-9ab2-f9cb4b51564f

کندهار؛ ۱۸ ملکي کسان ژوبل شوي

neshananews

07 August 2021

روغتيايي چارواکي وايي، کندهار کې ۱۸ ملکي کسان ژوبل شوي دي.

د کندهار ميرويس روغتون مشر ډاکټر داود فرهاد نن شنبه ( زمري ۱۶) نشانه خبري اژانس ته وویل؛ یاد روغتون ته د کندهار له بېلابېلو سېمو څخه ۱۸ ملکي کسان وړل شوي؛ چې ټول ژوبل شوي دي.

فرهاد وايي په ټپيانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

د فرهاد په خبره ددوی روغتون ته شپږ جسدونه وروړل شوي؛ خو هويت يې نه دی په ډاګه کړی.

ياده دې وي، چې په کندهار کې د جنګ لړۍ له يوې مياشتي اوړي چې زياته مرګژوبله ژوبله له ځانه سره لري، د معلوماتو له مخې زيات قربانيان ملکي کسان دي.