په جوزجان کې د حکومتي مسوولینو له لوري د کرونا په هکله عامه پوهاوی
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کارکوونکو په جوزجان کې له کرونا څخه د مخنيوي په موخه عامه پوهاوی پیل کړی دی. دوی وايي، چې کور پر کور او جومات په جومات به خلک د کرونا ویروس له ګواښ څخه خبروي.
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریس عظیمالله رحمانیار له نشانه نېوز سره په خبرو کې وویل:
« دا کمپاین به د جوزجان د مدني فعالانو او رضاکارانو له لوري په شبرغان ښار او ولسوالیو کې پلی شي.» د نوموړي په وینا په دې کمپاین کې به دوی په جوماتونو کې د عفونیت ضد دوا وپاشي او بیا به خلکو ته ماسکونه او د عامه پوهاوي پاڼې ورکړي. رحمانیار وايي، په ښار کې د دې پاڼو لګولو تر څنګ به لس زره د خبراوي پاڼې ولسوالیو ته ولېږي.
په ورته وخت کې په جوزجان کې یو شمېر روحانیون هم وايي، چې له دولت سره به د کرونا پر وړاندې په مبارزه کې مرسته کوي او د عامې روغتیا په سپارښتنو به عمل کوي. د جوزجان د عالمانو د شورا ریس مفتي مجهز وايي:
« موږ د ممبر له لارې خلکو ته پوهاوی ورکوو، چې کرونا جدي وګڼي. زموږ شورا چمتو ده، چې د جوزجان له اوقافو سره په ګډه د کرونا پر وړاندې مبارزه وکړي.»
بل خوا د جوزجان سیمهایز مسوولین وايي، چې که په بازار کې د ګڼې ګوڼې او پر مېوه خرڅوونکو د بېروبار مخه و نه نیول شي، په جوزجان کې به کرونا له کنټرول څخه ووځي. دا په داسې حال کې ده، چې پرون د جوزجان ښاروالي د جوزجان د ځینو اوسېدونکي په مالي مرسته دریو سوو هغو اړمنو کورنیو ته مرستې ورکړې، هغه چې تر اوسه کرنټين دي.
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست وايي، تر اوسه په جوزجان کې لس د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ناروغ یوه ناروغ ساه ورکړې او نهه نور تر درملنې لاندې دي.