وزارت-دفاع-880x550

په دریو ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو مخه نیول شوې؛ ۱۱ طالبان وژل شوي

neshananews

19 July 2020

ملي دفاع وزارت وایي، په لوګر، پکتیکا او غزني کې د طالبانو د بریدونو مخه نیول شوې او یوولس طالبان وژل شوي.

دفاع وزارت وایي، د لوګر مرکز اړوند پل متاني سیمه کې د طالبانو برید پر شا تمبول شوې، چې شپږ طالبان پکې وژل شوي. همداراز د پکتیکا د اومنې ولسوالۍ په مستوکي سیمه کې د یادې ډلې د برید بل پلان شنډ یو طالب وژل شوی بل ټپي دی.

همدارنګه د غزني، قره باغ ولسوالۍ په معصوم سیمه کې هم طالبانو برید کړی، چې په ځوابي برید کې څلور طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې طالبانو تاوتریخوالي زیات کړي. که څه هم افغانستان، پاکستان او اروپایي ټولنې له طالبانو د تاوتریخوالي کمښت غوښتی؛ خو دې ډلې ویلي، چې تر بین الافغاني خبرو مخکې دا غوښتنه غیرمنطقي ده.