په هرات کې د کرونا ناروغان تر۳۰۰تنو واوښتل
د تازه شمېرنو له مخې په هرات کې پر «کوويډ۱۹» ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۳۰۰تنو اوښتی. د هرات د عامې روغتیا مسوولین وايي، چې دا شمېر ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دی. د هرات د عامې روغتیا ویاند محمدرفیق شېرزی وايي، په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د ۲۲ تنو پایلې مثبتې په ډاګه شوې، چې له دوی څخه یې اتلس نارینه او څلور ښځینه دي، چې ورسره سم په هرات کې د کرونا د ناروغانو شمېر ۳۰۶ تنو ته رسېدلی.
په هرات کې تر اوسه له کرونا څخه د مړینو شمېر شپږ او د روغو شویو شمېر دیارلس دی. د هرات د روغتیا مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې د ۹۰سلنه ناروغانو وضیعت د ښه کېدو پر خوا دی. دوی وايي، په راتلونکو ۴۵ ورځو کې به په هرات کې د کرونا ناروغان مخ پر کمېدو شي.