په هرات کې د کوویډ۱۹ روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی
په هرات کې د شیدايي روغتون شاوخوا پنځوسو ډاکټران د معاشونو د ځنډ له امله کاري اعتصاب کړی دی. یاد روغتون، چې په هرات کې د کرونا د ناروغانو ته ځانګړی شوی روغتون دی ډاکټران یې وايي، چې د کرونا ویروس د لومړۍ پېښې له ثبت راپدېخوا یې معاش نه دی ورکړل شوی. د شیدايي روغتون ډاکټران، چې نن یې اعتصاب پیل کړی وايي؛ تر هغې به اعتصاب ته دوام ورکوي، چې معاش یې نه وي راغلی. له دوی څخه یې یو تن ولياحمد شېرزاد وايي؛ د اختر په رارسېدو تر بل هر وخت زیات معاش ته اړ دی، چې بې له معاشه د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای. یو بل تن محمد وايي، چې له پرلپسې اعتراضونو سره، سره پر دې نه دي توانېدلي، چې خپله تنخواه تر لاسه کړي. هغه وايي نه پوهېږي، چې په اختر کې به د دې کارکوونکو برخلیک څنګه شي.
روغتیايي کارکوونکي په داسې حال کې د اعتصاب خبر ورکوي، چې د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي کارمندانو په معاش کې د چټکو هلو ځلو خبر و رکوي. د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزی وايي، چې د یاد ولایت له ریاست سره د ځینو کوډونو پر تعدیل کار کوي او دا ستونزه به په راتلونکو څو ورځو کې یوې خواته شي.
تر اوسه په شیدايي روغتون کې د کرونا ویروس ۵۵ناروغان بستر دي. دې روغتون ته زیاتره هغه ناروغان وروړل کېږي، چې روغتیايي حالت یې نازک وي. بل خوا د دې روغتونو د کارمندانو اعتصاب د ناروغانو کورنۍ هم اندېښمنې کړې دي. دوی وايي، که ډاکټران اعتصاب ته دوام ورکړي ښايي ناروغان یې له ستونزو سره مخ شي. د هرات د عامې روغتیا د شمېرنو له مخې تر اوسه په هرات کې ۱۰۶۷ د کرونا ناروغان بستر پېژندل شوي دي.