IMG-20200423-WA0000

په پکتیکا کې د کرونا ګواښ 

نیک محمد ذکی

23 April 2020

روغتیايي مسوولین او ډاکټران وايي، د کرونا ویروس ګواښ تر هغه ډېر جدي دی، څومره،چې په هېواد کې ورته پاملرنه نه کېږي. د نړۍ ګڼ ښارونه د کرونا ویروس له امله کرنټين دي؛ خو په هېواد کې دې ویروس ته ځانګړې پاملرنه لږه کېږي.

د بلخ په څېر پکتیکا هم هغه ولایت شو، چې د کرونا ویروس د بېلګې پایله یې د ناروغ تر مړینې وروسته په ډاګه شوه. پرون د عامې روغتیا وزارت په پکتیکا کې د د کرونا ویروس د یوې مثبتې پېښې خبر ورکړ، وروسته تر دې خبر معلومه شوه، چې د کرونا ناروغ د پایلې تر معلومېدو درې ورځې مخکې ساه ورکړې ده.

ځايي سرچینې وايي، مړ شوی کس شپېته کلن و او د پکتیکا ولایت د یحیی‌خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې څو ورځې مخکې له پاکستان څخه راغلی و. یاد کس د بېلګې تر اخیستو وروسته بېرته کور ته تللی او پر کور ساه ورکړې ده. د پکتیکا روغتیايي مسوولین وايي، چې د مړ شوي تن کورنۍ یې د مرکز ښرنې روغتون ته رالېږدولې او اوس مهال په یاد روغتون کې کرنټين دي.دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې به د پکتیکا ولایت د کرونا بېلګې مرکز کابل ته لېږل کېدې او پایلې به یې په ډاګه کېدې؛ خو پرون د پکتیا والي په یاد ولایت کې د کوویډ۱۹ د تشخیصي لابراتوار د پرانیستې پر مهال وویل، چې تر دې وروسته به د څو نورو څېرمه ولایتونو په ګډون د پکتیکا د کرونا بېلګې هم په پکتیا کې کتلې کېږي.

بل خوا د پکتیکا مسوولین وايي، د هېواد د نورو ولایتونو په څېر پکتیکا هم یو له هغو ولایتونو څخه ده، چې د عامه پوهاوي کچه پکې ټيټه ده او خلک یې روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه نه کوي. دوی اندېښمن دي، چې که خلک روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه و نه کړي د کرونا ویروس ګواښ ورته زیاتېږي.

پکتیکا د هېواد په جنوب کې هغه ولایت دی، چې وخت پر وخت یې فعالانو پر روغتیايي خدمتونو نیوکه کړې. ډېری وګړي یې د درملنې لپاره پاکستان، نورو هېوادونو او مرکز کابل ته راځي.