یوناما: د افغانستان جګړه ملکيانو ته د نړۍ له خونړیو جګړو څخه ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما په تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۰کال په لومړیو کې د تاوتریخوالو له امله ۱۲۸۲ کسان وژل شوي او ۲۱۷۶ ټپیان شوي دي.
د یوناما دا راپور، چې نن خپور شوی دی، پکې ویل شوي د ۲۰۱۹کال له لومړیو شپږو میاشتو سره په پرتله په د ملکیانو په زیانونو کې ۱۳سلنه کموالی راغلی دی او د افغانستان جګړه لا هم ملکي وګړو ته د نړۍ له خونړیو جګړو څخه ده.
د یوناما په وینا د طالبانو او افغان دولت له لوري په ملکي زیانونو کې کموالی نه دی راغلی. د ملکي وګړو پر وړاندې یوازې د بهرنیو ځواکونو او داعش ډلې زیانونه راکم شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي دیبرا لاینز له خولې راغلي: «د غم خبره دا ده؛ سره له دې، چې افعان دولت او طالبان د سولې خبرو ته نږدې شوي او یو تاریخي فرصت افغان سولې ته برابر شوی؛ خو بیا هم جګړه په دوامداره توګه روانه ده.»
مېرمن لاینز د جګړې له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي، چې نور خبرو ته کېني تر څو د ملکي وګړو وژنه ودرېږي. د یوناما د راپور پر بنسټ ملکیانو ته ۵۸ سلنه زیان د دولت د مخالفینو له لوري اوښتی، چې ۵۸۰ تنه یې وژلي ۸۹۳ تنه یې ټپیان کړي.
یوناما همداراز وایي، چې د امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ملکیانو زیان نهه سلنه لوړ شوي دي. یوناما وایي، چې د ملکي زیانونو ۲۳ سلنه یې امنیتي ځواکونو اړولی او پاتې یې نورو لوریو؛ نو دې ته په کتو بهرني ځواکونه د هېڅ زیان مسوول نه دي.
د یادونې وړ ده، چې د یوناما په راپور کې ځانمرګي بریدونه، ځمکنۍ جګړې او موخنې وژنې د ملکي زیانونو له لویو لاملینو څخه دي.