بدخشان-2-880x550

بدخشان؛ امنیتي ځواکونه د دوو ګواښونو پر وړاندې طالبان او کرونا

neshananews

15 April 2020

د بدخشان امنیتي مسوولین وايي؛ امنیتي ځواکونه د دې تر څنګ، چې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي. د کرونا پر وړاندې په مبارزه کې یې هم مټې رانغښتې دي، تر څو خلک د دې ویروس له ګواښ څخه وژغوري. د دوی په وینا په دې ولایت کې امنیتي ځواکونو ته د روغتیا ساتنې ټول وسایل ورکړل شوي تر څو اړمنو ته په مرستو رسولو کې مرسته وکړي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثنا‌ء الله روحاني وايي، وروسته تر هغې، چې بدخشان کرنټين شو امنیتي ځواکونه د خلکو مرستې ته راوتلي دي. هغه وايي:

« امنیتي ځواکونه د دې ټولو تر څنګ په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې هم څاري. همدا راز په بدخشان کې بېځایه ګرځېدو راګرځېدو ته هم خلک نه پرېږدي. دوی ټول حمامونه، هوټلونه، سلمانۍ تړلې او ټول بازار څاري.». د هغه په وینا د بدخشان په دولتي او خصوصي ادارو او عامه ځایونو کې د دوا شیندل هم د امنیتي ځواکونو پر غاړه دي.

ښاغلی روحاني وايي، چې د اور‌وژنې ادارې پولیسو په تېرو څو ورځو کې په فیض اباد ښار او د نورو ولسوالیو په مرکزونو کې د عفونیت ضد دوا شیندلې ده. هغه وايی د فیض اباد ښار تر څنګ یې د بهارک، کشم، ارگو، درایم او جرم ولسوالۍ په مرکزونو کې هم شیندلې ده او دا لړۍ به د کرونا ویروس تر ورکېدو پورې روانه وي.

بل خوا د بدخشان د روغتیا مسوولین په یاد ولایت کې د کرنټین نه پلې کېدو ته اندېښمن دي. دوی وايي، چې له ټولو سپارښتنو سره بیا هم خلک کرنټين په پام کې نه نیسي. د بدخشان د عامې روغتیا ریس نور خاوري نشانه نېوز ته ویلي،  خلک د دوی سپارښتنې په پام کې نه نیسي او په عادي بڼه په ښار او مېله ځایونو کې تګ راتګ کوي.

هغه زیاتوي، چې که پولیس د کرنټين پر پلي کولو لاس پورې نه کړي او په دې برخه کې جدي نه شي تر هغې خلک کرونا ویروس جدي نه ګڼي؛ خو د بدخشان د پولیسو ویاند وايي، چې پولیس به د کرنټين د عملي کولو لپاره مټي راونغاړي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

بل خوا د بدخشان اوسېدونکي او فعالان وايي، چې په دې ولایت کې د کرنټټين عملي کېدا د پولیسو په اقدام پورې اړه لري. یو تن مدني فعال معراج‌الدین رحیمي وايي:

« لکه څنګه، چې پولیس د خلکو د امنیت لپاره زیار باسي باید د کرونا پر وړاندې هم عملي مبارزه وکړي.». هغه وايي، چې پولیس باید په دې وخت کې د خلکو تر څنګ وي.  یو بل مدني فعال ناظم قاسمي وايي، چې دی هره ورځ پولیس ګوري، چې په ښار کې د عفونیت ضد دوا شیندي.

په ورته وخت کې د بدخشان امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت پر ولسوالیو د طالبانو بریدونه زیات شوي دي. د دوی په وینا امنیتي ځواکونه د جګړې د میدان تر څنګ له کرونا ویروس سره په مبارزه کې هم خپلې هڅې نه سپموي. امنیتي مسوولین وايي، امنیتي ځواکونه به تر پخوا زیات د خلکو په دفاع کې هلې ځلې کوي او د مبارزې میدان به تود ساتي.