WhatsApp Image 2020-03-01 at 1.25.38 PM

دولس کلن صفی الله: نشې مې هډوکي اوړه کړي دي

neshananews

01 March 2020

افغانستان؛ هغه هېواد چې سختې یې تر یوې بلې بترې دي. د نورو تر څنګ روږدیوالی هم د دې هېواد له لویو ستونزو او دردونو څخه دی. دا ځل له یوه دوولس کلن هلک سره مخ شوي یو. نوم یې صفی الله دی. دوه کاله کېږي، چې په نشه یي توکو روږدی دی. په لس کلنۍ کې پر چرسو روږدی شوی تر هغې وروسته هیرویین او اوس کریستال څکوي.

صفی الله چې ګړګوتي وېښتان لري له خپلې معصومې څېرې سره په یوه تیاره کوټه کې له نورو ملګرو سره د کریستال پر تازه کولو بوخت دی. تر پوښتنې وروسته یې راسره خبرې داسې پیل کړې:
“صفی‌الله یم. لومړی مې یوه ګاونډي همځولي چرس راکړل بیا یې ښیښه راباندې وڅکوله؛ تر څو چې یې له کور څخه دې ځای ته راوستم”

هغه وایي یو کال کورنۍ له دې ځایه یووړ او په روغتون کې یې بستر کړ؛ خو بېرته یې ملګري پر دې کار راوسته.

نوموړی تر ځان مشرې خبرې کوي؛ هغه وایي:
دا وسوسه، چې نه شم کولای نشه پرېږدم د دې لامل شوه، چې بیا په نشه یي توکو روږدی شم. کورنۍ مې حتا په زنځیرونو وتړلم؛ د دې لپاره، چې د نشه یي توکه لپاره غلا و نه کړم کورنۍ مې راته پیسې پیدا کولې.”

د صفی الله د غاړې زېړ دستمال او پرې، پرې کورتۍ د یوه معتاد د ژوند کیسه کوي هغه زیاتوي:
” د نشه یي توکو استعمال هېڅ ګټه نه لري. زما هډوکي یې اوړه کړي دي. په ښار کې خلک د پوډري پر نوم راپسې غږ کوي.”

په ټولنه کې روږدي کسان رښتیا هم د زړه سوي وړ دي؛ خو صفی الله د خلکو د چلند په هکله وایي:
“موږ ته خلک د غلو په سترګه ګوري؛ دا رښتیا هم ده؛ زموږ چې نشه یي توکي خلاص شي بدن مو درد کوي؛ نو مجبور یو، چې له موټرو نه مېموري کارډونه غلا کړو او مواد پرې واخلو.”

له بده مرغه په وروستیو کې قاچاقبران هم له روږدو کسانو څخه په بېلابېلو برخو کې ګټه اخلي؛ که څه هم صفی الله تر اوسه دا کار نه دی تجربه کړی؛ خو نورو ته په پیغام کې وایي:
“که غواړئ چې ښه ژوند ولرئ، له نشه یي توکو ډډه وکړئ.”

په پای کې زموږ د تمې خلاف صفی الله لعه موږ مننه وکړه، چې خبرې یې واورېدل شوې. تر مرکې وروسته بېرته خپل تیاره هستوګنځی ته ننوتو. صفی الله د کورنۍ په هکله څه و نه ویل او موږ هم ټینګار و نه کړ.

د روږدو کسانو په منځ کې یو بل کس هم د صفی الله په عمر لیدل کېږي؛ وایي، چې د سرپل اوسېدونکی دی.
د یادونې وړ ده، چې نشه یي توکو د ځوانانو تر څنګ ماشومان او تنکي ځوانان هم د بربادۍ کندې ته ټېل وهلي دي.