هیات-880x550

د افغان کاریګرو د شکنجې او وژنې په هکله څېړنې پیل شوې

neshananews

10 May 2020

د جمهوري ریاست له لوري حقیقت موندونکې ټاکل شوې ډله وایي، چې دوی د ایران له لوري د افغان کاریګرو د شکنجې او وژنې په هکله څېړنې پیل کړې دي.

دا ټاکل شوې لس کسیزه ډله د حمید طهماسبي په مشري وایي، چې دوی هریرود سیند ته د مسافرو د غورځولو په هکله څېړنې پیل کړې او ژر به یې پایلې له افغان دولت سره شریکې کړي. طهماسبي، چې د وسلوالو ځواکونو لوړپوړی څېړونکی دی وایی، چې پېښه به له ایراني لوري سره په ګډه څېړي.

طهماسبي وایي، چې له څېړنو وروسته معلومه شوه، چې ایران ته داخل شوي کسان ۴۶تنه وو. نوموړی وایي، چې تر اوسه یې د لسو تنو مرګ ثابت شوی دی پنځلس ورک دي او ۲۱تنه ژغورل شوي دي.

څارونکې ډله وایي، چې په شمار کې بدلون راتلای شي. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د هرات د ګلران ولسوالۍ له دهنه ذوالفقار سیمې څخه لسګونه افغان مسافر ایران ته د کاروبار لپاره تلل؛ خو د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري نیول شوي او تر شکنجې وروسته یې نیم سیند ته غورځولي دي.

بل خوا د هرات والي وحید قتالي د هرات ګلران ولسوالي ته سفر کړی دی او سیمې ته د شواهدو موندلو په پار تللی دی. ښاغلی قتالي وایي، چې د پېښې په هکله هر څه ښکاره دي او د ایران دولت له شواهدو نه شي منکرېدلای.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دا څېړنې به تر څه وخته روانې وي؛ خو د قربانیانو کورنۍ او هېوادوال د دې پېښې قربانیانو ته عدالت غواړي. بل خوا د ایران دولت او رسنۍ له ورته کار څخه انکار کوي او وایي، چې ورته پېښه په سیمه کې نه ده شوې.