نان-خشک-880x550

د شبرغان اوسېدونکي: د وچې ډودۍ په وېش کې عدالت نشته

neshananews

11 May 2020

دوه ورځې مخکې د جوزجان په مرکز شبرغان کې د وچې ډوډۍ وېش پیل شو. سیمه‌ایز مسوولین وايي، چې بېوزلي به د کوڅو د وکیلانو له لوري پېژندل کېږي؛ خو ښاریان وايي، چې د اوېش سم نه دی د کوڅو وکیلان پکې خپلوي پالي او ډېر اړمن کسان په دې لیست کې نشته.

قمرالدین پویا عزیز، چې د دویمې ناحیې اوسېدونکی دی وايي، چې دوه کسیزو او دوولس کسیزو کورنیو ته یو ډول لس ډوډۍ ورکولې کېږي. همداراز امیرمحمد تصویر د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی وايي: « په هغه کلي کې، چې ۲۰۰اړمنې کورنۍ وي له ۶۰ کورنیو سره د ډوډۍ مرسته کېږي.» ملکي وګړي وايي، چې داسې کورنیو ته هم کارتونه ورکړل شوي، چې اړمن نه دي؛ خو د پېژندنې پر بنسټ د ډوډۍ کارت ورکړل شوی دی. دوی د شبرغان له ښاروالۍ غواړي، چې په دې وېش کې له پام څخه کار واخلي.

په ورته وخت کې د شبرغان ښاروالي هم دا خبره مني. د شبرغان ښاروال محمدحسین صالح نشانه نېوز ته وویل:

« د کار پیل ستونزې لري. د ښاروالۍ څارونکې ډلې له اړوندو ارګانونو سره په ګډه د دې لړۍ د وېش څارنه کوي.» ښاغلی صالح وايي، چې تر راروانې اوونۍ به دا ستونزې حل شي. ښاروال وايي، چې د غریبانو نومونه د کوڅو د وکیلانو له لوري له دوی سره شریک شوي دي.

د جوزجان د ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د کرنټين تر ختمېدو به په یاد ولایت کې ۱۰۴۴۵کورنیو ته وچه ډوډۍ وروېشله کېږي. د دوی په وینا په دې لړۍ کې له ۴۲ نانوایانو سره قرارداد شوی دی، چې د هرې ډوډۍ وزن به ۲۰۰کیلوګرامه وي.

مخکې په دې لړۍ کې خلکو د روغتیايي سپارښتنو په نه عملي کولو نیوکه کوله؛ خو اوس د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر وايي، چې دا ستونزه یوې خواته شوې ده او د عامې روغتیا سپارښتنې په پام کې نیول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې له لوږې سره د مبارې په پار د وچې ډودۍ وېش پیل شوی دی. د سیمه‌ایزو ارګانونو اداره وايي، چې د ولایتونو له مرکزونو به ژر دا لړۍ ولسوالیو او کلیو ته هم ورغځېږي.