هراتی-دو-م-880x540

د کرنټين ورځې؛په هرات کې شورماشور کم شوی

neshananews

15 April 2020

د وخته پاڅېدو او له کوره د وتو هېڅ دلیل نشته. د هرات د ټولنیزو شبکو ځينو فعالانو ۱۳۹۹کال بې سهاره کال نومولی دی. په هرات کې خلک له تېرو دریو اوونیو راوروسته کرنټين او پر کورونو ناست دي. د ښار او ولسوالیو ګڼې ګوڼې کمې شوې دي. داسې انګېرل کېږي که په ښار کې د یوه نیم موټر غورا نه وي چوپتیا به د ښار پر ونو هم غلبه وکړي او پاڼې به یې وښوروي.

په دې راپور کې مو د هرات د څو ښاریانو د کرنټين حال پوښتلی، هغه ښاریان، چې له روان حالت څخه ستړي شوي او وضیعت یې د خوښي نه ده او دوی له کرونا څخه د مخنیوي په موخه پر کور ناست دي. ځوانه شاعره ذکیه نوروزي وايي، چې په دې ورځو کې یې د کورناستی عادت ګرځېدلی او همدارنګه ذهن ته یې بېلابېلې بې ځوابه پوښتنې ورځي. هغه وايي، چې تل پر دې فکر کوي، چې کرنټين به د کورنۍ تر څنګ د اوسېدو لپاره تر ټولو ښه فرصت وي.

ذکیه نوروزي په هرات کې د یوه غیردولتي دفتر کارمنده ده اوس د دفتر کارونه په کور کې کوي. هغه وايي، چې په کرنټيني ورځو کې یې ډېره مطالعه کړې. تر څنګ یې وخت پر عکاسۍ او د کور پر کارونو تېر کړی دی. نوروزي له خپلو ملګرو سره پر ټیلیفون او د ټولنیزو شبکو له لارې اړیکه نیسي او د دې تر څنګ د فیلمونو او سریالونو پر لیدو خپل وخت تېروي. اغلې نوروزي وايي، تر دې مخکې به په ښار کې هر ګرځېدونکي هغه خپلې دندې او ژوند ته هڅوله؛ خو اوس په ټول هرات د کرونا سیوری خپور دی. هغه وايي، اوس تل له کرونا وېره کوي او په هېواد کې د کرونا ویروس زیاتېدو ته اندېښمنه وي، چې دې حالت له اضطراب سره مخ کړې ده.

د بلخ په بله څنډه کې ثریا شجاعي هم په ورته فکر ده. شجاعي له حقوقو فارغه شوې او په هرات کې د یوې سیمه‌ایزې راډیو کارمنده ده. هغه وايي، د پخوا غوندې ښار له خلکو نه دی ډک، چې د چا پام پکې غلط شي. د شجاعي په وینا د کرنټيني ورځو له پیله تر اوسه په ټولنیزو رسنیو کې یو خبر هم نه دی ترې پاتې شوی. په دې، ورځو کې پخلی کوي. شجاعي، چې د هرات د ګلف لوبغاړې ده اوس د هغه پر ځای نورې کورنۍ لوبې کوي.

ثریا په دې باور ده، چې یوه ورځ به په هېواد کې دا ناروغي ختمه شي؛ خو وحشناکه خاطره به یې راتلونکو نسلونو ته پاتې وي.

یوازې نوروزي او شجاعي په دې باور نه دي، بلکې په زرګونو هراتیان له کرنټيني ورځو ستړي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دریو اوونیو راپدېخوا هرات ښار کرنټين دی. اوسمهال په هرات کې د کرونا د ناروغانو شمېر ۳۰۶تنو ته رسېدلی. د هرات والي په هرات کې د کرنټيني ورځو اوږدېدل تر ۴۵ ورځو پورې اټکلوي. د هرات هغه کوڅې، چې پخوا به د زرګونو کسانو شاهدې وې؛ اوس پکې چوپتیا خوره ده.