هرات

هرات؛ د کرونا له راتګ سره ګرځندوی کم شوي

neshananews

17 May 2020

کرونا ویروس د هرات د خلکو د ژوند پر ټولو اړخونو ژور اغېز کړی دی. له سیاست څخه نیولې تر اقتصاد او فرهنګ پورې ټولو ته یې زیان اړولی دی او ټول مسوول لوري یې زیانمن کړي دي. تر دې ټولو ورهاخوا کوويډ۱۹ د ګرځندویو برخې ته دومره زیان ورواړولی، چې ساری یې د طالبانو تر رژیم راوروسته نه لیدل کېږي. د کرونا ویروس له خپراوي سره د ډېرو هغو شرکتونو کارمندان هم کورناستي شوي، چې پخوا به یې ګرځندویو ته په هرات کې لارښوونې کولې.
په هرات کې د ګرځندوی ادارې مسوولین وايي، چې د کرونا ویروس په راتګ په هرات کې نه د داخلي ګرځندویانو درک شته او نه هم د بهرنیو. د هرات د ګرځندوی برخې امر وحید سلطاني له نشانه نېوز سره په خبرو کې ویلي، چې تېر کال په هرات کې له ګرځندويۍ څخه ۲۵میلیونه افغانۍ لاسته راغلې؛ خو د کرونا ویروس له راتګ سره سم دا شمېر صفر ته رسېدلی دی، چې په دې سره په هرات کې د هوټلونو او رسټورانټونو څښتنانو ته هم لوی زیان اوښتی دی.
ښاغلی سلطاني وايي، چې په هرات کې ۹۰سلنه هوټلونو خپلې کړنې درولې او په نورو کې یې هم د بهرنیو ګرځندویو درک نشته. د هغه په وینا د هرات هوټلونه هره میاشت د شاوخوا ۴۰بهرنیو او دوه زره داخلي ګرځندویو کوربانه وي؛ خو د کرونا ویروس له راتګ سره د یوه هم درک نشته. بل خوا د یوه هوټل مسوول حبیب رحیمي وايي، چې د بهرنیو ګرځندویو نه راتګ د هرات هوټلونو ته لوی زیان وراړولی د هغه په وینا که وضیعت همداسې روان د دې هوټل ۴۰کارکوونکي ښايي بېکاره شي.
همداراز په هرات کې د ګرځندوی اداره وايي، چې د کرونا ویروس تر خپراوي مخکې په دې ولایت کې ۱۵۰د ګرځندویو شرکتونه وو؛ خو اوس د ټولو فعالیتونه ولاړ دي. د هغه په وینا د ګرځندوی د بیا پر پښو درولو لپاره باید کلونه، کلونه وخت تېر شي. دا په داسې حال کې ده، چې ګڼ ګرځندویان هرات ولایت ته د تاریخي ځایونو د لیدو په موخه راځي. هرات د ۷۰۰تاریخي پاتې شونو په درلودو د هېواد له لرغونو ښارونو څخه دی، چې زرګونه بهرني او داخلي ګرځندویان لري.
اختیارالدین کلا، مصلای هرات، د دې ښار لوی او تاریخي جومات، د خواجه عبدالله انصاری قبر، د هرات موزیم او زوړ ښار دې ښار ته د ګرځندویو د جذب اړین مرکزونه دي. که څه هم په نورو هېوادونو کې توریسم یا ګرځندویي د دولت له صنعتي سرچینو څخه وي؛ خو په هېواد کې د ناامنیو له امله یاد صنعت هومره عاید نه لري لکه څومره، چې یې باید درلودای.