انفجار هرات

په هرات کې یوې چاودنې درې امنیتي سرتېري وژلي

neshananews

01 November 2020

د هرات امنیتي چارواکي وایي، د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه یوې چاودنې درې تنه وژلي او دوه یې ټپیان کړي دي.

د هرات د پولیسو قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې پېښه نن (یکشنبه، د لړم ۱۱) سهار شپږ بجې د مرکز اړوند، د لسمې حوزې په پایان اب سیمه کې شوې. د ولیزاده په وینا پېښه د پوستې تر څنګ د ایښودل شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.

د هرات د پولیسو ویاند وایي، په پېښه کې درې پولیس وژل شوي او د یوه ملکي وګړي په ګډون دوه تنه نور ژوبل شوي.

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا مسوولین وایي، چې د ټپیانو روغتیایي حالت ښه دی.

بل خوا د پېښې شاهدان په ټولنیزو رسنیو کې د عکسونو په خپرولو وایي، چې چاودنه دومره زوروره وه، چې د شاوخوا ودانیو ښیښې یې هم ماتې کړې.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه نه ده منلې.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي، چې په وروستیو کې د هرات وګړي له ناامنیو سر ټکوي. دوی په دې برخه کې د هرات پر امنیتي چارواکو توندې نیوکې کړې.