WhatsApp-Image-2020-04-20-at-3.22.31-PM-880x514

وېښتان دې نه وي؛ خو چې ژوندي پاتې شو 

neshananews

21 April 2020

نن سبا په هرات کې د ډېرو ځوانان ژوند د دانیل دوفو د کیسې اتل رابینسن کروزونه ته ورته دی. په یاد داستان کې رابینسن په یوه دریابي سفر کې یوې خالي جزیرې ته لاړ شي او ۲۸کاله هلته پاتې شي. هغه انځورګرۍ، چې د یاد داستان اړوندې دي په هغوی کې د رابینسن وېښتان اوږده او ګډوډ دي.

په هرات کې اوس د دې لپاره، چې په کرنټين کې د ځوانانو وېښتان د رابینسن وېښتانو ته ورته نه شي. له هرې لارې څخه کار اخلي. په ورستیو کې د هرات ځوانانو په ټولنیزو رسنیو کې د سر خرېیلو سیالۍ پیل کړې. زیاتو یې پر کورونو سرونه خرېیلي او عکسونه یې پر فېسبوک خپاره کړي دي. که څه هم تر اوسه معلومه نه ده، چې دا لړۍ چا راپیل کړه؛ خو په هرات کې زیاتره شاعران، ليکوالان، هټيوال، استادان، نامتو څېرې او عادي خلک له دې لړۍ سره یو ځای شوي دي.

له دوی څخه یې یو زده‌کړیال سعید احمدي وايي، چې د نارینه سلمانیو د بندېدو له امله یې خپل وېښتان خرېیلي دي. هغه وايي، که یې دا کار نه وای کړی وېښتان به یې لکه د منځنیو پېړیو د خلکو داسې شوي وو. د هغه په وینا ځينې ملګري یې په دې کار پر هغه ټوکې کوي، چې څېره یې بدرنګه شوې ده.

یو شمېر نور کسان، چې له دې لړۍ سره یو ځای شوي دي وايي، چې د سر خرېیلو دلیل یې د سلمانیو تړلو تر څنګ دا دی، چې نور ودونو، خواږه خوړولو، مېلمستیاوو او نورو راټولېدنو ته بلنه نشته؛ نو د دې لپاره، چې په دې موده کې یو ځل بله څېره تجربه کړي دا کار یې کړی دی.

په هرات کې له کرنټين سره سم دا لومړۍ سیالي نه ده، چې هراتیان یې کوي، تر دې مخکې پخلی او کتاب لوستل و، چې هراتیانو پرې کرنټيني ورځې تېرولې.

ارواپوهان وايي، چې پر کورناستی هغو کسانو ته رواني ستونزې پېښوې، چې تر دې مخکې یې له کور څخه د باندې کار کاوه؛ نو د هراتیانو دې ساتېریو ته په کتو لیدل کېږي، که د کرنټين ورځې اوږدې شي هراتیان به پر نورو ورته نوښتونو او سیالیو لاس پورې کړي.