WhatsApp-Image-2020-01-05-at-10.58.46-AM1-880x550

په بدخشان کې ۱۳۰۰ کیلوګرامه نشه یي توکي وسوځول شول

neshananews

05 January 2020

د بدخشان ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۳۰۰ کیلوګرامه نشه یي توکي وسوځول. دا توکي د د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې مرستیال، د ولسي جرګې غړو او سنا مجلس د غړو تر مخ وسوځول شول. د بدخشان ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې پولیسو په ۶۴ عملیاتو اتلس زره کیلوګرامه نشه یي توکي نیولي. له دې څخه یې دیارلس زره تر قانوني څېړنو تېر او سوځول شوي. د بدخشان د پولیسو ویاند اسدالله محمدي ویلي، چې اته ویشت لېږدونکي وسایل، ۷۶ تورن کسان، ۸۴ مبایله، ۲۱۰کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، لس میله وسله او اتیا زره افغانۍ هم نیول شوې. د بدخشان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو قومندان په وینا دا توکي د رسنیو پر وړاندې سوځول شوي.

ښاغلی محمدي زیاتوي، چې دا مواد د خلکو په همکارۍ نیول شوي. نوموړی په دې برخه کې د خلکو د نورو همکاریو هیله لري. د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال محمد هاشم اورتاق په دې هکله وویل، چې د نشه یي توکو پر وړاندې دا مبارزه په دریو حوضو کې پلې کېږي، چې په دې سره به د قاچاق او نشه یي توکو د کرنې کچه راټیټه شي. هغه وویل :« د نشه یي توکو کښت او پلور د ورانوونکو ډلو له لوري پر یوه ورانوونکي مثلث بدله شوې، چې زیات ځوانان پرې روږدي شوي او ټولنه یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې.» د اورتاق په وینا طالبان د نشه یي توکو له کښت څخه د کال پنځه سوه میلیونه ډالر لاسته راوړي او په جګړه کې ترې ګټه اخلي. هغه وویل، چې دولت پر طالبانو د دې پیسو د قطع کولو په برخه کې جدي ګامونه اخلي.

له بلې خوا په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی عبدالمعروف انعامي وایي، چې د نشه یي توکو کښت په بدخشان ولایت کې په سلو کې پنځوس سلنه زیات شوی. نوموړی وایي، چې د دولت له لوري جدي ګامونو، د نشه يي توکو د بیو کموالي او نړیوالو بندیزونه په بدخشان کې د نشه یي توکو په کموالي کې اغېزمن کېدای شي. نوموړی زیاتوي، چې دولت باید په دې برخه کې نور هم جدي ګامونه پورته کړي، تر څو د هیرویینو او کوکنارو د کښت او کارخانو مخه ونیسي. محمد علم ایزیدیار له ناامني او اداري فساد وروسته ټولنې ته نشه یي توکي لوی ګواښ بولي. هغه وایي، چې بدخشان ولایت د نشه یي توکو د قاچاق له ګواښ سره مخ ولایت دی.

د هغه په وینا دا ولایت له پاکستان، تاجیکستان او چین سره پوله لري؛ نو ځکه استخباراتي، تروریستي او قاچاقي ډلې پر دې ولایت زیات ټینګار کوي. ایزیدیار وایي، چې د دې کار د مخنیوي لپاره باید سرحدونو ته زیاته پاملرنه وشي. د بدخشان ولایت مدني فعالان وایي، چې روږدي کسان نشه یي توکي له دوکاندارانو او لاسپلورونکو څخه اخلي. باید د لویو قاچقبرانو تر څنګ دوی هم ونیول شي. د غیر حکومتي شمېرنو له مخې په بدخشان ولایت کې پنځوس زره روږدي کسان دي،چې نشه یي توکي په اسانۍ له لاسپلورونکو او وړو دوکانونو اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پولیس د ګڼ شمېر داسې خرڅوونکو د نیولو خبر ورکوي. په یدخشان کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې د نشه یي توکو ډېر کښتونه اوس د لوبیا پر کښت بدل شوي دي.

د بدخشان ولایت امنیتي چارواکي د نشه یي توکو پر وړاندې د عملیاتو د زیاتېدو خبر ورکوي، چې په پایله کې یې د نشه یي توکو په کښت او پلور کې کموالی راغلی