21055357_1448409321862515_6088083634058929277_o

په بدخشان کې د یوه سرتېري د دندې، موخې او ارمان کیسه

neshananews

06 January 2020

نوی له دندې راغلی؛ پر وېښتو او بدن ناست ګرد یې د جګړې د سختو ورځو شپو کیسه کوي. خپلو همسنګرانو ته د عملیاتو او جګړې کیسه کوي.نوم یې په نماز دی. د تخار ولایت د شت قلعه ولسوالي اوسېدونکی دی. دوولس کاله کېږي، چې په په اردو کې دنده کوي. نماز په کندز، تخار او بدخشان ولایت کې دنده تر سره کړې ده. اته کاله یې په تخار او کندز کې دنده کړې او څلور کاله یې په بدخشان ولایت کې دنده تر سره کړې ده. هغه وايي:

«دوولس کاله کېږي، چې په خپله خوښه په اردو کې دنده تر سره کوم. اته کاله مې په کندز او تخار کې تېر کړل او څلور کاله مې په بدخشان کې دنده کړې.»

د نظامي دندو په هکله مې پوښتنه ترې وکړه، هغه وویل چې په پورته یادو دریو ولایتونو کې یې په هره جګړه کې برخه اخیستې او د هېواد لپاره یې د دښمن په ځپلو کې درېغ نه دی کړی. نماز وايي، چې موخه یې خاورې، هېواد او  سولې ته رسېدو ته خدمت دی، په دې لاره کې د سر قربانۍ ته هم تیار دی.

« کله چې مې خپل ملګري لیدل چې اردو ته راځي، زما هم مینه پیدا شوه او اردو ته راغلم. تر څو د هېواد خدمت وکړم. د کندز ولایت په ټولو عملیاتو کې مې برخه اخیستې هغه که په دشت ارچي کې کېدل او که په چهاردره کې.»

نماز وايي، چې د سولې خبرو ته هیله‌من دی؛ خو که مخالفین د افغان ولس ارمانونو ته منفي ځواب ورکړي پر وړاندې به یې تر هغې جنګېږي، چې دوی له منځه یې یوسي. نماز وايي، چې دوولس کاله يې په اردو کې هر اړخیزې دیني، نظامي او جنګي زده کړي کړې دي او اوس یې هم کوي. نوموړی له دولت څخه خوښ دی، چې دوی ته یې هر ډول د خوړلو او نور توکي برابر کړي دي؛ خو ډېرو جنګونو هغه ته دا وار نه دی ورکړی چې دوه میاشتې کور ته لاړ شي. هغه چې زیات وخت پر تیلیفون د کور خبر اخلي وايي:

«دوه میاشتې کېږي، چې کور ته نه یم تللی. له کور څخه په تیلیفون حال اخلم. هر درې میاشتې وروسته خپل کور ته ځم او تر رخصتي وروسته بېرته خپلې دندې ته راځم.»

هغه وايي، چې په دویمه لوا کې د بېلابېلو ولایتونو او بېلابېلو قومونو سرتېري شته. په دې لوا کې د کندهار، بدخشان، بلخ، بغلان، بدخشان… ولایتونو سرتېري شته، چې ځينې یې په زده کړو او ځينې یې په بدخشان ولایت کې له وسلوالو سره د جګړې په میدان کې په جنګ بوخت دي. نماز وايي، چې تر اوسه له هغه سره د ډېرو ولایتونو سرتېري بلد او له ملګري شوي دي. دی وايي چې د دوی تر منځ صمیمیت تر دې حده دی، چې د یو بل کورونو ته تګ راتګ کوي. هغه وايي:

« زموږ په منځ کې پښتانه، تاجیک، ازبک او هزاره وروڼه دي. زموږ تر منځ هېڅ ستونزه او کرښه نشته، ډېره مینه او صمیمیت دی. که په دنده کې یو او که په کور کې یو بل حال اخلو.

محمد نماز په هېواد کی د تلپاتې سولې په هیله دی. نوموړی په اردو کې له دندې څخه خوښ دی او  وايي، چې له دې لارې له یوه پلوه د کور خرڅ برابروي او له بلې خوا هېواد ته خدمت کوي او له خپلو خلکو ساتنه کوي.

سمیع‌الله سیحون

ژباره، نیک محمد ذکی