د بدخشان ارغنجخواه ولسوالي طالبانو نیولې
د بدخشان د ولایتي شورا غړي وايي، د بدخشان ارغنجخواه ولسوالي طالبانو نیولې. د بدخشان د ولایتي شورا رییس بشیر صمیم وايي، امنیتي ځواکونو پرون (چهارشنبه، د غبرګولي ۱۹مه) د یادې ولسوالۍ مرکز او امنیتي پوستې پرېیښې او سیمه یې طالبانو ته پرېیښې. ۲۱۷ پامیر قول اردو بیا په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې امنیتي ځواکونو خپل ځای بدل کړی دی.
د بدخشان د ولایتي شورا یو غړی جاوید مجددي وايي، د دې ولسوالي له سقوط سره د فیضاباد او بهارک لویه لاره، چې د بدخشان دوولس ولسوالۍ یې له فیضاباد سره نښلولې د طالبانو تر ګواښ لاندې شوې.
د اردو د خبرپاڼې پر بنسټ د بدخشان نظامي شورا پرېکړه کړې، چې د یادې ولسوالي د معارف مدیریت او هغه بېځایه شوي، چې په پندشت سیمه کې په یوه ښوونځي کې ځای پر ځای شوي تخساب سیمې ته ولېږدوي. که څه هم پامیر ۲۱۷ قول اردو وايي، چې د دوی ټولۍ په سیمه کې د خلکو مال او ځان ساتي؛ خو د سیمې اوسېدونکي وايي، چې دا ټولۍ بهارک ته تللې او په ارغنجخواه کې د امنیت پر تامین اغېز نه لري.
طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ارغنجخواه ولسوالي یې په بشپړه توګه نیولې. طالبان وايي امنیتي ځواکونو ته یې هم په بریدونو کې دروند زیان اړولی دی. د دوی په وینا درې ټانګونه او زیات شمېر وسله یې له امنیتي ځواکونو نیولې. د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ د یادې ولسوالۍ اصلي مرکز او امنیه قومنداني یې دوه کاله مخکې نیولې وه.
د بدخشان ارغنجخواه ولسوالي فیضاباد ته له څېرمه ولسوالیو څخه ده. د یادې ولسوالۍ له سقوط سره د بدخشان پر دوولسو ولسوالیو سربېره مرکز فیضاباد هم تر ګواښ لاندې کېدای شي.