کودکان-کار-چهار-880x550

په بدخشان کې پر ماشومانو سخت کارونه او د دوی مبهم راتلونکی

neshananews

15 June 2020

په بدخشان کې زیات ماشومان د کورنیو فشارونو له امله اړ شوي، چې له زده کړو پاتې او درانه کارونه وکړي. دا ماشومان د دې پر ځای، چې له خپل ماشومتوب څخه خوند واخلي له عمره لویو سړیو سره یې یو ځای درنو کارونو ته ګونډې وهلې دي، تر څو خپلو کورنیو ته پیسې وګټي. د دوی عمر له اووه تر پنځلسو کلونو دی.

یو لس کلن ماشوم تواب هم یو له هغوی څخه دی، چې د اهنګرۍ په دوکان کې له لوی عمره سړیو سره څټک پر لاس کار کوي. هغه وايي له دې ورهاخوا بله چاره نشته.

د اهنګرۍ تر څنګ زیات ماشومان د خښتو پخولو په بټیو او مستري خونو کې پر کار بوخت دي. دوی ناچیزه ګټې او مز ته خپلې زده کړې پرېیښې دي. که څه هم دوی له خپل نامعلوم راتلونکي څه نه وايي؛ خو وايي د ډوډۍ نشتون اړ کړي، چې داسې کارونو ته مخه کړي.

جمیل یو بل ماشوم دی، چې په بدخشان کې د خښتو په بټۍ کې کار کوي. هغه وايي په پنځم ټولګي کې یې هیلې تر پښو لاندې شوې او دوه کاله کېږي، چې ښوونځي ته یې ورشا کړې ده. هغه وايي:

« تر پنځم ټولګي، مې زده‌کړې وکړې او له هغه وروسته د خښتو بټۍ ته راغلم. مجبور وم. د قلم او کتابچې پیسې مې نه درلودې.»

که څه هم د خښتو په بټيو کې دا درانه کارونه د ماشومانو له وسې پورته دي؛ خو مجبورۍ راوستي دي. عبدالله یو بل ۱۴ کلن ماشوم دی. نوموړی وايي، چې ورځنۍ ګټه یې ۳۰۰ افغانۍ ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د اساسي قانون، ۴۹مادې پر بنسټ پر ماشومانو اجباري او تحمیلي کارونه منع دي. همداراز د کار د قانون ۱۳مې مادې او څلورمې فقرې پر بنسټ تر په هغو کارونو کې تر اتلسو د کم عمره ځوانانو ګومارل منع دي، چې فزیکي او روغتیايي زیان ورته اړوي.

بل خوا د ماشومانو حقونو د کنوانسیون ۳۲مادې د لومړۍ فقرې پر بنسټ د ماشوم اقتصادي ځبېښاک منع دی، تر څو د دوی روزنې او ښوونې ته کوم زیان وا نه وړي.

افغانستان هم په ۱۳۷۳کال کې له دې کنوانسیون سره یو ځای شوی دی او له مخې یې اړ دی، چې د ماشومانو له حقونو ملاتړ وکړي او هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.

په بدخشان کې زیاتو ماشومانو ښوونځي پرېیښي او فیض‌اباد ښار کې له مستریانو سره کار کوي؛ خو ځینو یې بیا له مستریانو سره د کار کولو تر څنګ لا هم ښوونځی نه دی پرېیښی.

په بدخشان کې د کار اوټولنیزو چارو ریاست تر اوسه په دې ولایت کې د کارګرو ماشومانو کره شمېر نه دی معلوم کړی. د بدخشان د کارو او ټولنیزو چارو ریس شفیق الله ایوبي وايي، ډېرو کورنیو په زوره خپل ماشومان اړ کړي، چې درانه کارونه وکړي او د دوی ریاست هم تر اوسه د دې کار د مخنیوي په موخه کومه ځانګړې تګلاره نه ده جوړه کړې. نوموړی زیاتوي:

« داسې کورنۍ شته، چې مشران یې پر کورونو ناست دي؛ خو ماشومان درنو کارونو لکه د خښتو پخونې، هوټلونو او موټرمینځلو ته کار کولو لېږي.»

په ورته وخت کې په بدخشان کې د بشري حقونو مسوولان د ماشومانو له درنو کارونو اندېښمن دي. د یاد کمېسیون مشره عارفه نوید وايي، تر اوسه زر تنه ماشومان په بدخشان کې پر درنو کارونو بوخت دي او له زده کړو پاتې دي.

بل خوا په بدخشان کې د ښوونې مسوولین هم د هغو ماشومانو شمېر نه په ډاګه کوي، چې پر درنو کارونو بوخت دي؛ خو وايي، چې هر کال په یاد ولایت کې دېرش سلنه زده‌کوونکي غیرحاضري کوي. د بدخشان د ښوونې ریس عبدالسمیع ابدیار وايي، د زده کوونکو دېرش سلنه غیرحاضري ښیي، چې دا ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

د هېواد د اساسي قانون او ماشوم حقونو د کنوانسیون له مخې دولت اړ دی، چې پر ماشومانو د درنو کارونو مخه ونیسي او هغوی ته وړ او اړینې اسانتیاوې برابرې کړي؛ کوم کار، چې تر اوسه نه دی شوی دی. په بدخشان کې هم زیات ماشومان د درنو کارونو لکه خښتو پخولو، مستريتوب او اهنګرۍ له امله له زده کړو پاتې کېږي.