کودکان

له ماشومانو د ملاتړ موسسه: په افغانستان کې تېره میاشت اتیا زره ماشومان بې کوره شوي

neshananews

03 August 2021

له ماشومانو د ملاتړ موسسه وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په هېواد کې شاوخوا اتیا زره ماشومان د جګړو له امله له خپلو سیمو او کورونو بېځایه شوي دي.

 یادې موسسې نن سه‌شنبه (د زمري ۱۲مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې دا شمېر د روان کال د غبرګولي میاشتې له نهمې تر اوسه راټول شوی دی.

په دې راپور کې راغلي بېځایه شوي ماشومان په ۱۳۰زره داخلي بېځایه شویو کې دي، چې اوس په سختو شرایطو کې ژوند کوي او خوړو ته یې لاسرسی محدود شوی.

په تېرو دریو میاشتو کې پر ولایتونو د طالبانو ګڼ بریدونه د بېځایه کېدو تر ټولو لوی لامل دی.