8983b60a-a55e-4e4b-bd18-f89811437793

کندهار؛ د جګړو له امله ګڼ خلک بې کوره شوي

احمدالله سمون

01 August 2021

په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله ګڼې کورنۍ بېځایه شوې دي. د بېځايه شويو کورنیو ډېره برخه په سخته ګرمۍ کې له هر ډول سرپنا پرته د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي، ډېرو ته یې تر اوسه مرستې نه دې وررسېدلي.

په کندهار کې د بېځايه شويو کورنیو شمېر چې دا مهال تر پنځه زره اوړي او په کې دننه چې په هره امنيتې حوزه کې چې نسبي امن وي هلته مېشت شوي دي، زیات شمېر کورنۍ بیا له سرپناه او هر ډول امکاناتو پرته پر سړکونو او دښتو کې مېشتې شوې.

راز محمد چې د جنګ جګړې له اوره د امن سيمې ته راغلی نشانه خبري اژانس ته وویل، دوی د تېرو دريو اونيو را په دېخوا په دغه سختو شرايطو کې د ژوند شپې سبا کوي:

« جنګ له ژونده په تنګ کړي يو، موږ له جنګه خپل کور او کلی پريښي. تاسو يې وينئ چې په څه حال يو. هرڅه مو له لاسه ورکړل، حتا له دريو اونيو راهيسې مو نږدې خپلوان نه احوال اخلی او نه احوال پرې لرو چې چېرته دي هر يو پر خپل غم اخته يو .»

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ادارې مسوولین وايي، له همکارو او مرستندویو ادارو سره یو ځای یې د دغو کورنیو د سروې چارې پیل کړي او یوې برخې ته یې یوه اندازه مرستې هم رسېدلي دي.

مسوولین وايي، د بېځایه شویو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره لوړېږي، خو د دوی امکانات کم دي او زیاتو مرستو ته اړتیا ده.

د کندهار د کډوالو بیرته راستنېدونکو چارو ادارې مشر دوست محمد نایاب نشانه خبري اژانس ته داسي وويل:

« موږ په خپل ټول توان سره کوښښ کوو چې د کډوالو د ستونزو په درک سره د هغوی ستونزو ته لاسرسی وکړو. موږ د  همکارو موسسو سره خبرې کړې دي هغوی هم موږ ته مثبت جواب راکړی، تر هغه چې موږ د کډوالو سروې بشپړوو زياتې مرسته به مو هم تر لاسه کړې وي، خو مشکل دا دی، چې دغه بدمرغه جګړه روانه ده او موږ هر ورځ په لسګونو او سلګونو کورنۍ وينو چې له خپلو مېنو لرې کېږي.»

خو د کندهار د ولایتي شورا رییس بیا د جګړې له امله له بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو بهیر ورو ګڼي او وايي، چې بېځایه شوي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او پر یوه داسې میکانیزم دې کار وشي، چې له مخې یې بېځایه شویو ته ځانګړې شوي مرستې په بېړني ډول ورسېږي.

د کندهار د ولایتي شورا رئیس سید جان خاکرېزوال نشانه خبري اژانس ته وویل:

« دا اوس موږ په سلګونو کورنيو وينو چې بېځایه شوې په اونيو اونيو هيڅ مرسته نه ده ورسېدلې، د کډوالو اداره او نورو مرستندويه ادارو څخه غواړو چې دغه چاره دې چټکه کړې چې خلګ له ستونزو سره مخ دي.»

بل خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولینو هم د بېځایه شویو پر وروستي وضعیت اندېښنه ښودلې او پر مرستندویه ادارو يې غږ کړی، چې کندهار کې د وروستۍ جګړې له امله بېځایه شویو لپاره دې مرستې په بېړني ډول ورسېږي.

جګړه دا مهال د کندهار  ښار د شپږمې، اوومې، اتمې، نهمې، دیارلسمې او پنځلسمې حوزې تر څنګ په ارغنداب، ژیړۍ، ډنډ، او تخته پُل ولسواليو کې په شدت روانه ده او هره ورځ د ملکي وګړو د مرګژوبلې تر څنګ لسګونه کورنۍ یېځایه کېږي.