کونړ؛ بنیاد هدف موسسې له ۵۹ یتیمو ماشومانو سره نغدي مرسته وکړه
په کونړ کې بنیاد هدف موسسې له ۵۹ یتیمو ماشومانو سره نغدي مرسته وکړه. دغه مرسته چې تېره ورځ د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په انګړ کې د بنیاد هدف موسسې له خوا د یو لړ مرسمو په ترڅ کې له ۵۹ یتیمو ماشومانو سره د ۹۲۸۸۸۷ افغانیو په ارزښت وشوه، چې هر ماشوم ته یې ۱۵۰۰۰ زره افغانۍ ورکړې.
د دغه مرستو د ورکړې په مراسمو کې د کونړ ولایت مرستیالې آغلې برېښنا شېرزۍ د بنیاد هدف موسسې له استازو څخه مننه وکړه، چې په دې حساسو شرایطو کې یې د یتیمو او بې وزلو ماشومانو لاسنیوی وکړ.
همدا راز د مراسمو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو امر عرفات پردیس کونړ کې د بنیاد هدف په څېر خیریه موسسې تشویق کړې، څو راتلونکي کې د کونړ له بې وزلو، یتیمو او بې وسو کورنیو سره دغه ډول مالي مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې ګڼ ماشومان د زده کړو پر وخت درانه کارونه کوي.