کودکان دارای معلولیت

په جوزجان کې ۲۳ معلول ماشومان د سوېډن کمېټې له روزنیز مرکز څخه فارغ شوي

neshananews

22 May 2021

په جوزجان کې د بیاپیاوړتیا د دفتر مسوولین وایي، په یاد ولایت کې ۲۳ معلول ماشومان د یادې کمېټې له روزنیز مرکز څخه فارغ شوي، چې اوس به دولتي ښوونځیو ته ونیول شي.
په جوزجان کې د سوېډن کمېټې د روزنیزې برخې مسوول
محراب‌الدین کمال نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې په دې ماشومانو کې هغه ماشومان وو، چې په سترګو نه ويني او پر غوږو نه اوري. همداراز هغه ماشومان پکې دي، چې ذهني کمزورتیا لري.
ښاغلی کمال زیاتوي، چې دې ماشومانو ته پر امسا د ګرځېدو، پر ژبه د اشارې او د ژوند چارو د پر مخ بیولو په موخه زده کړې ورکړل شوې.
د کمال په وینا دا ماشومان تر درې کلنو زده کړو وروسته فارغ شوي او له وړتیاوو سره سم به په دولتي ښوونځیو کې ټولګیو ته جذب شي.
په دې معلولینو کې یې د یوه پلار ولي محمد وایي، چې تر دې مخکې یې د زوی اړوند ټولې هیلې له لاسه ورکړې وې.
د هغه په وینا اوس یې ۱۳ کلن زوی، چې په غوږو نه اوري خپلې ورځنۍ ستونزې په ژبه، اشارو او د قلم په واسطه حل کولای شي.
ولي محمد ویاړي چې زوی یې په شبرغان ښار کې څلورم ټولګي ته نیول شوی. هغه غواړي دا معلول زوی یې اینجینر شي.
مصطفی له دې مرکز څخه یو فارغ شوی دی، چې د ذهن له وروسته پاتې والي سره مخ دی. هغه تر دوو کلونو زده کړو وروسته له دې مرکز څخه فارغ شوی دی.
د مصطفی مور شمایله وایي، چې زوی یې له ټولنې او خلکو سره چلند زده کړی هغه زیاتوي:
«مصطفی اوس له خلکو سره سلام او پوښتنه کوي.»
د سوېډین د ساحوي کمېټې د معلوماتو له مخې دوه کاله مخکې هم ۱۷۶ معلول ماشومان په جوزجان، بلخ او سمنگان کې له دې مرکز څخه فارغ شوي وو.