WhatsApp Image 2019-12-30 at 6.34.18 PM(1)

په جوزجان کې د مېز پر سر ټېنیس د نجونو د هیلو لوبه

neshananews

31 December 2019

د مېز پر سر ټېنیس لوبه، چې پینګپانګ هم ورته وایي؛ په شبرغان کې د نجونو تر منځ یوه په زړه پورې لوبه ده. د هېواد نجونو د ټېنیس په ملي لوبډله کې هم اکثره د جوزجان ولایت نجونې دي. د جوزجان ولایت د مېز پر سر ټېنیس فدراسیون مشر مشعل هاشمي نښانې ته وویل:
په جوزجان ولایت کې د نجونو د مېز پر سر ټېنیس لوبه د ودې په حال کې ده؛ اوس مهال درې دېرش ښځینه لرو، چې د لوړ او ټیټ عمر لرونکې دي او یاده لوبه کوي. ښاغلی هاشمي چې په خپله هم د هېواد په سطحه د همدې لوبې ټرېنر دی زیاتوي:
له نېکه مرغه د هېواد د ټېنیس ملي لوبډلې له پنځه پنځوسو لوبغاړو څخه یې دوه ویشت د جوزجان ولایت دي. نجوني له دې لوبې سره په دودیزه توګه مینه لري او په دې برخه کې یې اتلولۍ هم خپلې کړې دي. هاشمي زیاتوي:
کله چې موږ فدراسیون جوړ کړ، په سر کې کورنیو خپلو نجونو ته اجازه نه ورکوله، چې دا لوبه وکړي؛ خو وروسته چې پوه شول چې نجونې په دې لوبه کې لاسته راوړنې لري، نجونو ته یې اجازه ورکړه او حتا دې لوبې ته یې وهڅولې.

د ټېنیس لوبه په جوزجان کې د روسانو له وخته دود شوه. په رسمي ډول دا فدراسیون په ۱۳۸۹کال کې جوړ شو، چې درې کال وروسته مېرمنې په دې برخه کې میدان ته راغلې.
بصیره چې له اوو کالونو راهیسې د ټېنیس لوبغاړې او په ملۍ لوبډله کې هم لوبېږي نښانې ته یې وویل:
ما هم د نورو نجونو په څېر له ماشومتوبه له لوبو سره مینه درلوده او له نېکه مرغه دا اووم کال دی، چې په دې لوبه بوخته یم.

بصیرې د لوبو لپاره کابل، هرات او مزار ولایتونو ته هم سفرونه کړي دي. هغه وایي:
په لومړي سر کې په ټولنه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وم؛ مبارزه مې وکړه؛ خو اوس په ټولنه کې هر ډول کېدونکې خبره زما مخه نه شي ډب کولای.
بصیره پر کورنیو غږ کوي، چې خپلې لوڼې په لوبو کې ځلېدو ته پرېږدي او ټېنیس ورته یوه مناسبه لوبه ګڼي.

نرګیس فایض د ټېنیس ملي لوبډلې ځوانې لوبغاړې د نښانې خبریال ته د خپلې پر ځان باورۍ کیسه کوي:
تلویزون ته په کتو به مې لیدل، چې سړي د ټېنیس لوبه کوي. زما هم هیله وه، چې داسې لوبه وکړم او د دې فدراسیون لوبغاړې شم، چې له نېکه مرغه دا هیله مې سر شوه.
د نرګیس کورنۍ که څه هم د لوبو په برخه کې مخینه نه درلوده؛ خو خپله لور یې هم د خوښې له لوبې نه ده منع کړې. د هغې په وینا په دې برخه کې یې هڅولې هم ده.

نرګیس د امنیتي ستونزو په هکله وایي:
تر اوسه له هېڅ ډول امنیتي ستونزې سره نه یم مخ شوې. د مېز پر سر د ټېنیس په لوبه کې لا ډېرو بریالیتوبونو ته هیله منه یم. مېرمن فایض په وروستۍ برخه کې له خپلې کورنۍ او خلکو په مننې وویل:
پرېږدئ چې لورانې مو خپلو هیلو ته ورسي.
د یادونې وړ ده، چې د جوزجان ولایت د مېز پر سر ټېنیس لوبه له ستونزو خلاصه نه ده. په ځانګړې توګه د وسایلو کمی. اوس مهال یواځې یو تالار د مېز پر سر ټېنیس ته ځانګړی شوی، چې د ټېنیس څلور مېزونه پکې دي. همدارنګه د شبرغان په بازار کې د ټېنیس د وسایلو نه شتون د دې لوبې د لوبغاړو بله ستونزه ده.