هرات

په هرات کې د ایران له لوري د افغان کاریګرو د شکنجې او وژلو په غبرګون لاریون

neshananews

05 May 2020

تر هغې درې ورځې وروسته، چې د ایران له لوري د افغان کاریګرو د شکنجې او هریرود سیند ته د غورځولو راپورونه خپاره شول؛ د هرات اوسېدونکي وايي، چې دولت د دې پېښې په څېړلو کې ځنډ کړی، ځکه یې نن د هرات والي د دفتر مخې ته لاریون کړی. دوی د افغان کاریګرو شکنجه، وهل ټکول او سیند ته غورځول بشرضد جنایت بولي او وايي، چې دولت باید په دې برخه کې خپل درېځ وښيي.
یو تن لاریونوال شکیب پردېس وايي، چې دولت تر اوسه خلکو ته په دې هکله ځواب نه دی ورکړی او که ځواب ور نه کړي دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي. دوی له دولت څخه غواړي، چې ژر تر ژر دا پېښه وڅېړي. دا په داسې حال کې ده، چې پنځوس تنه هغه افغان کاریګر، چې د هرات ګلران ولسوالۍ، ذوالفقار له غاښې د ایران خاورې ته داخل شوي و؛ خو ایراني پوله‌ساتو ځواکونو لومړی نیولي او بیا یې له دوی څخه ځینې تر شکنجې وروسته د هریرود سیند ته غورځولي. له دې کاریګرو څخه یې ژوندي پاتې شوي وايي، چې له دوی څخه یې شاوخوا شلو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا هغه کسان و، چې له بېوزلۍ یې غوښتل ایران هېواد ته مزدوري ته لاړ شي.


بل خوا د لاریون مشره حلیمه پژواک وايي، چې د ایراني ځواکونو دا کړنه د بشري او انساني حقونو تر پښو لاندې کول دي. هغه وايي، ایران مخکې هم ورته کړنې تر سره کړې دي، حکومت باید د دې پېښې څرنګوالی وڅېړي او موندنې یې له خلکو سره شریکې کړي.
بل خوا په هرات کې د ایران قونسلګري دا خبر ردوي؛ خو د پېښې د څېړنو خبر هم ورکوي. په ورته وخت کې ایراني رسنیو د ایراني ځواکونو له قوله لیکي، چې دا پېښه څېړل شوې؛ خو د ایران او افغانستان پر پوله ورته پېښه نه ده شوې.
له دې سره سم د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د پېښې له دوه اړخيزې څېړنې خبر ورکوي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، چې له ایران سره په ګډه به دا پېښه څېړي. هغه ډاډ ورکوي، چې ایران د دې پېښې په څېړلو کې د مرستې ډاډ ورکړی او څېړنې به یې ژر پیل شي.
دا لومړی ځل نه دی، چې افغان کاریګر د ایراني ځواکونو له لورې وژل کېږي. شپږ کاله مخکې هم ایراني ځواکونو پر پوله ۱۳ افغان کاریګر وژلي و او د ایران په تایباد سیمه کې یې خاورو ته سپارلي و؛ خو د وژل شویو د کورنیو د اعتراضونو له امله یې بېرته جسدونه هرات ته راوړل شول او ایران د پېښې قربانیانو ته شرعي دیه ورکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې په هرات کې د بشري حقونو دفتر هم په دې کړنه خواشینې ښودلې وه او ویلي یې و، چې دا پېښه د بشري حقونو خلاف ده او باید د افغان دولت له لوري یې هراړخیزه څېړنه یې وشي.