هرات-880x550 (1)

په هرات کې د بشري حقونو او مدني بنسټونو کمېسیون؛د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له خوا د افغان مسافرو پر سیند لاهو کېدل او شکنجه به څېړل کېږي

neshananews

03 May 2020

په هرات کې د بشري حقونو دفتر او یو شمېر مدني بنسټونه وايی، چې د ایراني سرحدي پوځونو له لوري د افغان مسافرو شکنجه او پر سیند لاهو کول باید ژر تر ژره وڅېړل شي. دوی وايي، چې ایراني پوځیان له افغان مهاجرو او کارکوونکو سره غیر بشري چلند کوي، چې باید د عدالت د پلي کولو په موخه د افغان دولت له لوري وڅارل شي. د هغوی په وینا که څه هم دوی په مستقیمه توګه دا شکنجې نه شي څېړلای؛ خو د څارلو په موخه به یې پر افغان دولت  فشار راوړي. د هرات د مدني ټولنو مشر سیداشرف سادات وايي، چې که افغان دولت په دې تړاو هڅه و نه کړي دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي. د ښاغلي سادات په وینا د بهرنیو چارو وزارت ته یې دوه ورځې وخت ورکړی که ځواب و نه وايي دوی به خپل مدني خوځښتونه پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ورځ د ایران پوله‌ساتو ځواکونو هغه افغان کاریګر، چې غوښتل یې په غیرقانوني توګه یاد هېواد ته داخل شي لومړی شکنجه کړي او بیا د هریرو سیند ته غورځولي دي. د هرات مرکزي روغتون منلې، چې د پنځو تنو هغو کاریګرو جسدونه روغتون ته وروړل شوي، چې په اوبو کې غرق شوي.

د پېښې عیني شاهدان وايي، چې تېره جمعه پنځوس تنه، چې د کاریګرۍ په موخه د ایران خاورې ته اوښتي و، د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري نیول شوي. له دوی څخه یو یې یو تن شاولي، چې د هریرود سیند له لارې یې ځان د افغانستان خاورې ته رسولی وايي، چې ایراني ځواکونو تر نیولو او شکنجې وروسته له خپلو شلو نورو تنو سره یو ځای د هریرود سیند ته غورځولی. شاولي وايي، سیند ته په غورځول شویو کسانو کې یو یوولس کلن ماشوم هم دی، چې نشانه نېوز ته رسېدلې وېډیو هم د دې خبرې پخلی کوي.

بل خوا د هرات د ګلران ولسوالي ولسوال هم دا خبره مني، د نوموړي په وینا اوښتي کسان پنځوس تنه وو. هغه وايي، چې دوی د دې کسانو د جسدونو د پیداکولو په موخه یوه ډله ګومارلې ده. که څه هم د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې د دوه اړخیزې څېړنې خبر ورکوي؛ خو د هرات مدني فعالان د ایران د ځواکونو له لورې دا کار یو غیرانساني عمل ګڼي او وايي دوی به یې پر وړاندې غلي نه شي. د ایراني ځواکونو د دې شکنجې وېډیو هم په ټولنیزو رسنیو کې له سخت غبرګون سره مخ شوې.

په ورته وخت کې د هرات سیمه‌ایز مسوولین وايي، چې د پېښې د څېړنې په موخه به ګډه څارونکې ډله وټاکل شي؛ خو په هرات کې د ایران قونسلګري د افغان کاریګرو دا ډول شکنجه او سیند ته غورځول نه مني. د یادونې وړه ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې افغان کاریګر د ایراني ځواکونو له لورې وژل کېږي. شپږ کاله مخکې هم ایراني ځواکونو پر پوله ۱۳ افغان کاریګر وژلي و او د ایران په تبیان سیمه کې یې خاورو ته سپارلي و؛ خو د وژل شویو د کورنیو د اعتراضونو له امله یې بېرته جسدونه هرات ته راوړل شول او ایران د پېښې قربانیانو ته شرعي دیه ورکړه.