زنبور یک

په هرات کې مچۍ روزونکې: خوښېږي مې، چې د مچیو پر ملیکې ونوموله شم

neshananews

04 June 2020

له هرات ښار څخه څو کیلو میتره لرې په انجیل ولسوالي کې، په هغه ځای کې، چې تر اوسه لا ډېرې مېرمنې له کور څخه د وتو جرئت نه لري یوه مېرمن ژوند کوي، چې د سیمې خلک یې د مچیو ساتنې له امله د «خانم عسل» یا د شاتو مېرمن او د مچیو د مور پر نوم پېژني. دا هراتۍ مېرمنې وايي، خوښېږي یې، خلک یې د مچیو د مور او ملیکې پر نوم وپېژني.
۳۳کلنه غنچه ګل کریمي له لسو کلنو راپدېخوا په هرات کې د شاتو کار کوي، چې اوس د مچیو ساتنې او شاتو جوړونې مسلک په برخه کې یو نامتو نوم ده. نوموړې وايي، چې اول دې مسلک ته راغله عمر یې ۲۳ کاله و؛ که څه هم ځوانه نجلۍ وه؛ خو ټول حدونه یې مات کړل او د کورنۍ اقتصادي مرستې ته یې راودانګل. غنچه ګل وايي، چې د خپل مسلک د زده کولو لپاره یې له سړیو سره هم کار کړی دی، چې له امله یې ډېر ځلې د ګاونډيانو له لوري پېغورونه ورکړل شوي؛ خو هغې زغملي.


د هغې په وینا په لومړي سر کې یې شپږنیم زره افغانۍ پانګه په خپل کار کې بنده کړې وه؛ خو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه هېڅ وخت له خپلې پرېکړې وا نه وښته. اوس یې کار دومره ورته په زړه پورې دی، چې په هېڅ قیمت نه غواړي له خپل مسلک څخه تېره شي.
غنچه ګل وايي، له لسو کلونو وروسته یې پانګه ۸۰۰زرو افغانیو ته رسېدلې ده او هر کال شاوخوا ۱۲۰۰کیلو شات بازار ته وړاندې کوي. دا شات‌خرڅوونکې مېرمن وايي، له خپل مسلک سره دومره مینه لري، چې له مچیو څو ورځې لریوالی یې ژړوي. هغه د خپلو ساتونکو مچیو پر مړینه اوښکې تویوي هغه اوښکې، چې له مچیو سره د مینې په پار یې په سترګو کې غړېږي. غنچه ګل وايي، مچۍ یې اوس د اولاد په څېر دي. د هغې په وینا د خپلو اوو اولادونو او ساتونکو مچیو تر منځ هېڅ توپیر نه کوي.


له بله اړخه د مچیو ساتل او د شاتو تولید په هرات کې پر یوه مسلک بدل شوي. د هرات د خلکو پر سهارنیو دسترخوانونو ګڼو د شاتو لوښو ځای پیدا کړی او دې کار په هرات کې زیات شمېر د مچیو مېندې او ملکې پیدا کړې دي. دې برخې ته د مېرمنو داخلېدو ډېره ځلا ورکړې. غنچه ګل وايي، چې د یوه لوی او پراخ باغ او کار په لټه کې ده، چې زیاتې مېرمنې دې کار ته وهڅوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال په هرات کې ۱۵۰ټنه شات تولید شوي وو؛ خو بهرنیو بې‌کیفته محصولاتو د دې شاتو بازار ته زیان اړولی دی.