ولسوالی طالبان

د هرات زنده جان ولسوالي ته د طالبانو نومول شوی ولسوال پر خپل ماین وژل شوی

neshananews

23 May 2021

ملي دفاع وزارت وایي، د هرات زنده جان ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال سلطان(ابوذر) وژل شوی.
ملي دفاع وزارت نن (یکشنبه، د غبرګولي۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ابوذر د خپل ماین چاودېدو له امله وژل شوی.
ملي دفاع وزارت وایي، په چاودنه کې دوه نور طالب جنګیالي هم وژل شوي او پنځه ټپیان شوي. د ملي دفاع وزارت معلومات ښي، چاودنه هغه وخت شوې، چې طالبان د ماین پر جوړولو بوخت وو.
په ورته وخت کې د هرات پولیس وایي، په انجیل ولسوالۍ کې یې یو بوشکه یي ماین شنډ کړی. د هرات پولیس وایی، طالبانو دا ماین امنیتي ځواکونه ته ایښی و.