eb62243c-4183-4c37-af2e-dcb1b5f63dbe-880x445

په هرات کې هره ورځ لس تنه سکته کوي

neshananews

02 March 2020

د شمېرنو له مخې په هرات کې هره ورځ لس تنه سکته کوي، چې پنځه ویشت سلنه یې هغه ځوانان دي، چې د قیلون او سګرېټ څکولو له امله مغزي یا د زړه سکته کوي.

د هرات روغتون هر ورځ له پنځو تر اتلسو هغو کسانو کوربه وي، چې بېلابېل څکوونکي توکي استعمالوي.

متخصصین د دې توکو استعمال د سکتې لامل ګڼي.
تر اوسه ډېر د نشه یي توکو کاروونکي ځوانان د کاروونکو توکو د استعمال له زیان څخه نه دي خبره.

پنځه‌ویشت کلن عزیزالرحمان، چې د بېلابېلو توکو څکولو سخت ناروغ کړی دی وايي، چې څو کاله یې له ملګرو سره یو ځای یې قیلون څکاوه؛ خو وروسته تر پرېښودو یې بدن درد کاوه او تر سختې ناروغۍ یې راورساوه.

نوموړی وايي، چې د دې کار په زیان هغه وخت پوی شو، د یوه ملګري له ترافیکي پېښې خبر شو او ناڅاپه یې بدن لړزه پیل کړه. پ

وروسته مجبور شو، چې د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي؛ پاکستاني ډاکټرانو تر معاینو وروسته د ده د ناروغۍ لامل د څکوونکو توکو زیات استعمال په ګوته شو.

هغه په قیلون څکولو ځان داسې حالت ته راورسوه، چې اوږده موده تر درملنې لاندې و تر څو هغه درد دوا کړي، چې له قیلون او دود څخه ورته پیدا شوی و.

که څه هم په هرات کې د کرونا ویروس له وېرې ټولې قیلون خونې تړل شوې؛ خو بیا هم ځینې ځوانان په ډېره ناغېړۍ دا سرطان زېږوونکې پدیده کاروي او خپل سږي پرې خرابوي.

بل خوا په هرات کې د عمومي داخلې یو متخصص ډاکټر محمدناصر بها وايي، چې په ځوانانو کې د قیلون، سګرېټ څکولو، کم ورزش، د ډې وېټامین کموالی او زیات مزوالی د سکتې سبب کېږي.

نوموړی د ځوانانو له دې حالت څخه اندېښنه ښيي. د بها په وینا دوه کاله مخکې د شمېرنو له مخې په هرات کې پنځه پنځوس سلنه ناروغان د ډې وېټامین له کمښت سره مخ و، چې د دې وېټامین کموالی او نشه يي توکي دواړه د مغزي سکتې سبب هم کېدای شي.

په هرات کې که څه هم پنځه اویا سلنه د زړه او مغزو د سکتې ناروغان د منځني او ډېر عمر لرونکي دي؛ خو نشه یي توکو پر ځوانانو هم دا سیوری غوړولی او د دوی روان، زړه او ماغزه یې زیانمن کړي دي.

ډاکټران له نشه يي توکو او الکولو څخه ډډه او منظم ورزش په دې برخه کې غوره درملنه او له دې ناروغۍ څخه د ساتنې کړنې ښيي.