109688262_1768354899987142_2588928114701877525_n

په پکتیکا کې له ناامنیو اندېښنې؛ په تازه نښته کې څلور ملي پولیس وژل شوي

نیک محمد ذکی

20 July 2020

پکتیکا؛ هغه ولایت، چې له تېرو څو کلونو راپدېخوا یې له مرکز سره لارې د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي.

له پکتیکا څخه مرکز کابل ته راتلونکي کسان باید له دوو لارو څخه تېر شي. پکتیکا ــ غزني لویه لاره؛ هغه لاره ده، چې پوخ سړک یې پر بمونو پوښل شوی.

لارویان یې مجبور دي، چې د غزني ولایت د ده‌یک ولسوالۍ پر لاره غزني ته لاړ شي کومه ولسوالي، چې د وسلوالو طالبانو تر واک لاندې ده. په دې ولسوالي کې د تېرېدونکو باروړونکو موټرو محصول هم وسلوال طالبان اخلي.

بله لاره د پکتیکا ــ پکتیا لاره ده، هغه لاره، چې د پکتیا له زرمت ولسوالۍ څخه تېرېږي. د پکتیا زرمت ولسوالي هغه ولسوالي ده، چې ډېره برخه یې د وسلوالو طالبانو تر لاس لاندې ده.

پکتیکاوال پر دې لاره له تېرېدو سره هم د وسلوالو طالبانو تر تلاشي وروسته تېرېږي. په اوونۍ کې دوه ورځې له دولتي کاروان تېرېدو سره د پکتیکا هغه دولتي کارکوونکي خپلو سیمو ته ځي، چې د پکتیکا اوسېدونکي نه دي.

د لویو لارو د ناامنۍ تر څنګ اوس د پکتیکا ولایت اوسېدونکي، په دې ولایت کې د وسلوالو طالبانو د بریدونو زیاتوالي ته اندېښمن دي.

پرون ورځ د پکتیکا په اومنه، سروبي، مرکز ښرنه او یو شمېر نورو سیمو کې نښتې شوې وې، چې په پایله کې یې د سروبي امنیه قومندان دریا خان تلاش او درې پولیس سرتېري وژل شوي وو.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په اومنه ولسوالي کې وسلوالو طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده؛ خو وسلوال طالبان په دې بریدونو کې له خپلو زیانونو څه نه وايي.

تېره شپه (یکشنبه، چنګاښ، ۲۹) وسلوالو طالبانو د پکتیکا ولایت په یوسفخېل ولسوالي کې د ملي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي. یوې سرچینې د یوسفخېل ولسوالي د امنیتي چارواکو له خولې نشانه نېوز ته ویلي، په دې بریدونو کې څلور ملي پولیس وژل شوي دي او څو نور ټپیان دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د بریدونو پر مهال د ملي پولیسو یو ټانک پر ۸۲ ویشتل شوی، چې په پایله کې یې څلور ملي پولیس وژل شوي.

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، بریدونه د طالبانو له خوا تر سره شوي؛ دا یې نه دي ویلي، چې په دې بریدونو کې طالبانو ته زیان اوښتی که نه؟ وسلوالو طالبانو هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د پکتیکا اوسېدونکي له دې بریدونو اندېښمن دي. دوی له دولت څخه غواړي، لرې پرتو سیمو ته پاملرنه وکړي.

په پکتیکا کې یوه تن مدني فعال عبدالحق فقیرزاده نشانه نېوز ته ویلي:« پکتیکا پراخه عراضي لري؛ خو امنیتي تشکیل کم دی. په دومره کم تشکیل باندې امنیتي ځواکونه نه شي کولای، چې په ټولو سیمو کې امنیتي ګواښونه له منځه یوسي.»

نوموړی له مرکزي دولت څخه غواړي، چې په یاد ولایت کې امنیتي تشکیل زیات کړي تر څو امنیتي ځواکونه وکولای شي، شته امنیتي ګواښونه له منځه یوسي. ښاغلی فقیرزاده د پکتیکا پر سیمه‌ایزې ادارې هم غږ کوي، چې پر وخت په ولسواليو کې د شته ګواښونو د حل په موخه لاس په کار شي.

بل خوا د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې امنیتي ځواکونه چمتو دي، چې د وسلوالو بریدونه پر شا کړي؛ خو د پکتیکا وګړي وايي، سیمه‌ایز چارواکي په سیمو کې پرتو امنیتي ځواکونو ته پر وخت اکمالات نه رسوي او د پکتیکا چارواکي د عمل پر ځای یوازې د ژمنو خلک بولي.