9999999

کرونا وژونکې ده که رحمت؟ د مجیب الرحمان انصاري څرګندونو ته غبرګونونه

neshananews

04 April 2020

که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان له خلکو غواړي، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه له لویو غونډو او راټولېدنو لرې واوسي؛ خو د هرات یوه مذهبي څېره مجیب الرحمان انصاري دا ویروس د مسلمانانو لپاره رحمت ګڼي او وايي، چې خلک باید مذهبي مراسم او لمنځونه د دې ویروس د خپرېدو په پار پرې نه ږدي. له بل لوري د مجیب الرحمان انصاري دې خبرو د هرات د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

مجیب الرحمان انصاري پرون د جمعې د لمانځه پر مهال وویل:

«کرونا ویروس ګناه کوونکو او کافرانو ته غذاب او مسلمانانو ته رحمت دی.» ښاغلي انصاري له لمنځغاړو غوښتي، چې د کرونا ویروس له وېرې له جوماتونو څخه منع نه شي.

دې څرګندونو د هرات د ګڼو اوسېدونکو غبرګونونو راپارولي دي. د هرات یوه اوسېدونکي سیامک هروي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:

«دا چې ښاغلی انصاري پر خپلو څرګندونو باوري دی؛ نو بیا دې څو ورځې په هرات کې د کرونا د ناورغانو خدمت وکړي.»

یوه بل تن ارین ارون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي؛ دا چې مولوي انصاري د کرونا ویروس رحمت بولي، په دې هیله، چې د خدای پر دې رحمت د هغه کورنۍ اخته شي.

بل خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار له ښاغلي انصاري څخه غوښتي، چې په رضاکارانه توګه څو ورځې شیدايي روغتون ته د کرونا ناروغانو د روحیې لوړلو په پار لاړ شي.

 تر دې مخکې په ننګرهار کې هم ځینو سخت درېځو دا خبره کړې وه، چې د ننګرهار والي ورته ګواښ کړی و، که بیا ترې داسې خبرې واورېدلې شي؛ نو دا کسان به پر کرونا د اخته ناروغانو خدمت ته ولېږي.

څو ورځې مخکې د حج اوقاقو ریاست خبر ورکړ، چې د ترکیې، مصر، سعودي، عربستان او نورو هېوادونو فتواوو ته په کتو باید خلک لمنځونه په خپلو کورونو کې وکړي؛ خو په هرات کې د مولوي انصاري په ګډون ګڼ ملا امامان کرونا ویروس جدي نه ګڼي او د جمعې لمونځ په جمه تر سره کوي.

د هرات د حج اوقافو ریاست وايي، چې په هرات کې له شته جوماتونو څخه ۴۹۰ جوماتونو د دوی خبر عملي کړې ده؛ په نورو کې یې لا هم د جمعې لمونځ تر سره کېږي. په ورته وخت کې د هرات د عالمانو شورا لوړپوړی غړی هم په روغتون کې د کرونا ویروس د شکمن کس په توګه تر څارنې لاندې دی.

عامه روغتیا د کرونا ویروس وژونکی بولي او خلک له هغه څخه ساتنې ته هڅوي. د شمېرنو له مخې اوسمهال په هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغان ۲۹۹تنو ته رسېدلي، چې زیات یې په هرات کې دي.