هرات..-880x550

کورنی کرنټين؛ په هراتیان د پخلي مینوال شوي

neshananews

13 April 2020

هرات یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې نارینه یې له ملګرو سره د شپې ناستی کوي؛ نو ځکه د کرنټين دا ورځې ورته سختې دي. که څه هم فیلم کتل، موسیقي اورېدل او داسې نورې لارې څه نا څه د کرنټين ورځې لنډوي؛ خو داسې کسان هم شته، چې په دې ورځو کې نوي کارونه تجربه کوي. په دې ورځو کې ځينې ځوانان د کورنۍ د مېرمنو په مرسته پخلی زده کوي تر څو  له یوې خوا د کرنټين وخت ښه تېر شي او له بل خوا نوي څه زده کړي.

په کرنټيني ورځو کې پخلی د هرات د ځوانانو تر منځ په مجازي نړۍ کې پر یوه بحث بدل شوی دی. هغه نارینه، چې پځوا به يې په کور کې د کمپیوټر له کیبورډ څخه پرته لاس پر بل څه نه لګېده اوس د پخلي هنر هم زده کوي. دا لړۍ د هرات د ځوانانو تر منځ د واسا موسسې مدیر واسع سیدي هغه وخت پیل کړه، چې د خپل پخلي عکسونه یې پر فېسبوک خپاره کړل. تر هغه وروسته په هرات کې ځینو مطرحو څېرو لکه؛ اسحاق راوک، د پراختیا او بیارغورنې وزارت ویاند فریدون اژند، وحید هومان، فهیم مایار، قدیر رحماني او نور له دې لړۍ سره یو ځای شول او نور خلک یې هم دې کار ته راوبلل.

په هرات کې د یوه نامتو هوټل مسوول قدیر رحماني وايي، چې کرنټين له ټولو زړه تنګیو  او سختیو سره د پخلي د زده کړې لپاره یوه ښه موقع ده. د هرات بل اوسېدونکی فهیم مایار، چې په دې برخه کې یې مخکښ ګام ایښی وايي؛ چې د کورنیو خوړو تر پخلي او زده کړې وروسته اوس نور پخلي لکه پتیزا او نور غوښن خواړه زده او تجربه کوي.

بل خوا په هرات کې ځينې مېرمنې وايي، چې په دې سره به سړیو ته د مېرمنو همت او د هغوی زیار معلوم شي. ډېرو یې پر فېسبوکونو لیکلي، چې په پخلي سره به سړي د پخلنځي له کړو وړو او د مېرمنو له کړنو زیات خبر شي او مېرمنو ته به یې احترام زیات شي.

شل ورځې کېږي، چې هرات ښار کرنټين شوی؛ د خوراکي توکو له پلورنځیو، درملتونونو، روغتیايي مرکزونو او امنیتي ادارو پرته نور هر څه تړل شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده، چې په هرات ښار کې به کرنټين تر څه وخته وي. د کرنټين په ورځو کې په کورونو کې پر پخلي او نورو کارونو د سړیو بوختیا کولای شي، چې هغوی ته ښه احساس او روحیه ورکړي. ارواپوهان وايي، چې ورته روحیې او مثبت احساسات کولای شي، چې د کرونا پر وړاندې د انسان د بدن مقاومت لوړ کړي.