IMG-20200301-WA0034

بدخشان: د سرتېري ملي ورځې هرکلی

neshananews

02 March 2020

په فیض اباد ښار کې د سیمه ایزو چارواکو، دیني عالمانو، جهادي قومندانانو، مدني فعالانو په ګډون د سرتېري د ملي ورځې هرکلی وشو. خلکو سرتېرو ته د ګلونو د ګېډيو په ورکولو سره د هغوی مېړانه وستایله او د دوی یې د دښمن ماتوونکي وبلل.

د بدخشان والي محمد ذکریا سودا په دې مراسمو کې سرتېري د خاورې اصلي ساتونکي، د دښمن ماتوونکي، د امنیت تامینوونکي، د خلکو د مال او ځان ساتونکي وبلل. هغه وویل، چې سرتېري د دهشتګردۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه له خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه اخلي. د نوموړي په وینا په بدخشان کې سرتېري د غوڅ ملاتړ پر مرسته توانېدلي، چې د بدخشان درې ولسوالۍ له طالبانو څخه پاکې کړي.

ښاغلي سودا هیله وښوده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوی تړون په هېواد کې د تلپاتې سولې پیلامه شي. بل خوا د بدخشان د پولیسو قومندان اسدالله محمدي وویل، چې سرتېرو په تېرو څو کلونو کې د خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو لپاره ګڼې قربانۍ ورکړې دي او له دې وروسته به هم د سولې او هېواد له دښمنانو سره جګړه کوي. نوموړي په بدخشان کې د امنیتي ځواکونو د تېرو څو کلونو د لاسته راوړنو د ستاینې تر څنګ له خلکو څخه وغوښتل، چې له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي تر څو په هېواد کې سوله او ثبات راشي. ښاغلی محمدي هم د بدخشان د دریو ولسوالیو د بېرته نیولو په برخه کې د امینتي سرتېرو د قربانیو یادونه وکړه؛ کومې چې اوږده موده د وسلوالو طالبانو په لاس کې وې.

د بشري حقونو یوه فعال حقداد شریفي د غونډې په څنډه کې وویل:
«سرتېرو شاوخوا دوه لسیزې د هېواد، خلکو، سرحدونو او خاورې د ساتنې لپاره مبارزه کړې ده. خلک به یې مېړانه او قرباني هېره نه کړي.»

نوموړی زیاتوي، چې د بشري حقونو په برخه کې هم د سرتېرو بې شمېره قربانۍ د ستاینې وړ دي. نوموړي زیاته کړه: «په دې هیله، چې د امنیتي ځواکونو قربانۍ د سولې د خبرو ښکار نه شي. باید د دوی قربانۍ یادې او لا پیاوړې شي.»

د بدخشان یو تن مدني فعال محمد اسماعیل سامي وویل، چې افغان دولت باید د سولې په خبرو کې د امنیتي ځواکونو قربانۍ هېرې نه کړي همدارنګه ټول اسلامي، ډیموکراټيک او بشري ارزښتونه نړیوالو ته څرګند کړي.

په بدخشان کې د سرتېري ورځ د طالبانو او امریکا تر منځ تر هوکړه لیک وروسته ونمانځل شوه، چې ګډونوالو یې له نړیوالې ټولنې او ښکېلو هېوادونو څخه وغوښتل، چې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې له پامه و نه غورځوي. د دوی په وینا جمهوريت او نظام د خلکو له رایو، اساسي قانون، د مېرمنو له حقونو او بیان له ازادۍ څخه اخیستل شوی دی او امنیتي ځواکونو یې په ساتنه کې بې سارې هڅې کړې دي، چې باید هېرې نه شي.

د بدخشان اوسېدونکي وايي، چې دوی د امنیتي ځواکونو پر پیاوړتیا باور لري او د وژونکو ډلو پر ځپلو او له هېواد څخه د دفاع په برخه کې ورسره اوږه پر اوږه ولاړ دي.