2021-07-06 at 12.05.03

احسان؛ په عکاسۍ کې د وطني مینې ښکارندويي کوم

neshananews

06 July 2021

په هېواد کې ناخوالې او دربدرۍ د دې سبب شوې، چې هيله بښونکې او زړه ته سکون ورکونکې خبري د کمو خلګو له خولو او څېرو څخه د الهام په توګه واخلو. اوس لږ داسې کسان پیدا کېږي، چې په روانو ناخوالو کې په مثبتو سوژو او خبرونو پورې ګرځي.

په تېرو دوو لسیزو کې د رسنیو او د بیان ازادي هغه لاسته راوړنه ګڼل کېږي، چې دولت او ولس ورته ډېر لېواله دی.  په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو د لمن په پراخېدو سره د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې هم ګواښونه مخ پر زیاتېدو دي، خو د رسنیو یو شمېر فعالان بيا هم د دغو ګواښونو پر وړاندي جنګېږي او پر وروستيو ناخوالو سربېره د خپل هېواد د امن او خوښۍ پر انځورونه د ليدونکو سترګې ښکلوي.

نور احمد احسان د کندهار ښار د درېيمي ناحيې اوسېدونکی دی. ښاغلی احسان فوټو ژورناليست دی، چې د عکس په ژبه د وطن حال بيانوي. نشانه خبري اژانس له احسان سره د هغه د مسلک اړوند خبرې کړې. هغه وايي، انځور اخيستل يې د يوې ځانګړې مينې پر اساس زده کړي دي. د ښاغلي احسان په خبره له ۲۰۱۳ عيسوي کال راهيسې يې انځور اخيستل پيل کړي چې لا هم په اماتوره بڼه له دې لارې د وطن مینه انعکاسوي.

ښاغلی احسان وايي، ډېره هڅه یې دا ده، چې د هېواد مثبت اړخ عکاسي او ټولنې ته یې وړاندې کړي.

هغه وايي:

« د ۲۰۱۳ کال راهيسي مې له کېمرې او عکس اخيستلو سره علاقه پيدا شوه. ما وغوښتل چې بايد زه کېمره زده کړم او عکس پکښې واخلم، خو له تيرو دريو کلونو راهيسې مې د خلګو دومره وليدله، چې زه بايد هره ورځ د خپل هېواد انځور د نړۍ تر کونج کونج پورې ورسوم. ما په دې برخه کې ځانګړی تدريسي بهير مخي ته نه دی بېولی.»

ښاغلي احسان وايي، انځور اخیستل هنر دی او دی یې پر مټ د هغه احساس ترجماني کوي چې هېواد ته یې لري:

« انځور اخيستل هغه هنر دی، چې زه د وطنۍ ميني اظهار پرې کوم. زه غواړم د انځور په ژبه د خپل هېواد مثبت اړخونه خلکو ته وروښیم، چې د هېوادوالو نوره مينه هم پر خپل ګران هېواد راشي او د خپل هېواد سره د زړه له اخلاصه صداقت وښيي، زما خوښيږي چې زما د وطن هغه انځور خپور شي چې مثبت پيغام ولري.»

 ښاغلی نور احمد احسان چې اوس مهال په کندهار ښار کې د خلګو له هڅونې زيات خوښ دی وايي:

« ما چې په لومړي ځل د عکس اخيستو اراده وکړه، فکر مې کاوه چې شايد زه يو ناکام عکاس واوسم خو د يو څو انځورونو په خپرولو ما ته خلګو دومره مينه راکړه، چې ماته يې انرژي راکړه. تر هغې وروسته زه داسې ځايونو ته ولاړم چې هلته ما ته ګواښ هم وو خو بيا هم ما د خپل وطن رښتيني او د سولي ډک انځورونه اخیستل او تر ليدونکو پوري مې رسول.»

ښاغلی احسان د نشانه خبري اژانس له لاري پر هېوادوالو غږ کوي، چې د سولې او امن لپاره دي له هرې ممکنې لاروې ګټه واخلي، تر څو هېواد د ښېرازۍ او پرمختګ لور ته لاړ شي. هغه وايي:

« زه کوښښ کوم چې داسې عکسونه واخلم چې په هغه کې د امن او خوښۍ احساس وي او له هېوادوالو هم دا غواړم چي هرڅوک په خپل مسلک کې بايد خپل وطني احساس را وپاروي او خلګو ته مينه ورکړي. ټول د هېواد په جوړېدلو کې هڅه وکړو تر څو د وطن حق مو سم ادا کړی وي.»