احمدشاه بابا هوايي ډګر ته الوتنې ځنډېدلې
په کندهار کې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ځینو مسوولینو نشانه خبري اژانس ته منلې، چې یاد ډګر ته الوتنې ځنډېدلې.
د دوی په وینا په کندهار کې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ( Run way) ځغاستليکې ته یو څه زیان اوښتی او له امله یې پروازونه ځنډېدلي دي.
د احمدشاه بابا نړیوال هوایی ډګر رییس مسعود پښتون نن يکشنبه ( د زمري ۱۰مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې د دوی تخنيکي کارکوونکي بوخت دي، تر څو نن د ورځې ځغاستلیکه بېرته جوړه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د کندهار او کابل تر منځ پراته ولایتونه د لویو نښتو او ناامنیو شاهد دي. ګڼ مسافر د هوا له لارې الوتنې کوي، چې اوس د یادې ځغاستليکې د ويجاړېدو له کبله یې زیات شمېر مسافرين بند پاتې دي.
د یادونې وړ ده، چې تېره شپه اته بجې له نامعلوم لوري څخه درې توغندي د احمدشاه بابا نړيوال هوايي ډګر پر ځغاستلیکې لګېدلي، چې د ځغاستلیکې د ويجاړېدو سبب شوي.
د سرچينې په خبره توغول شويو توغنديو کوم ځاني زيان نه دی رسولی.