چهاربولک بلخ

اردو: د بلخ په چهاربولک کې ۱۲ کلي له طالبانو پاک شوي

neshananews

05 May 2021

په شمال کې د اردو چارواکي وایي، د بلخ په چهاربولک کې ۱۲ کلي له طالبانو پاک شوي.
دا کلي د بلخ په پر لویه لاره پراته دي، چې د شاهین ۳۲۰ قول اردو په عملیاتو کې له طالبانو پاک شوي.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي نن (چهارشنبه، د غویي ۱۵مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې په دې عملیاتو کې شاوخوا ۳۰ طالب جنګیالي وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي.
ښاغلی رضایي وایي، چې په دې عملیاتو کې څلور امنیتي سرتېري ټپیان شوي. نوموړی وایي، چې دا کلي د بلخ پر لومړۍ نمبر شاهراه پراته دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ۲۳۰ شاهین ګډ عملیات یوولس ورځې مخکې د بلخ په چهاربولک ولسوالي کې پیل شوي.