اردو: طالبانو په جوزجان کې درې ملکي وګړي وژلي
د هېواد په شمال کې د اردو چارواکي وايي، چې طالبانو د جوزجان ولایت فیضاباد ولسوالۍ په حیدراباد سیمه کې درې ملکي وګړي پر ډزو وژلي دي.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمدحنیف رضايي نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې دا کسان پرون (سهشنبه، د لړم ۲۰) ماښام هغه وخت وژل شوي، چې د ماښام تر لمانځه وروسته کورونو ته روان وو.
بل خوا د فیضاباد ولسوال هم الفشاه عطايي هم دا پېښه مني. د عطايي په وینا په وژل شویو کې د شهرالله پر نوم یو قومي مخور او د ښاري تړون د شورا رییس هم دی. هغه وايي، وژل شویو دریو واړو په دولت کې کومه دنده نه درلوده. هغه زیاتوي، چې پېښه حیدراباد جامع جومات ته څېرمه په هغه سیمه کې شوې، چې د طالبانو په لاس کې ده.
فیضاباد د جوزجان ــ بلخ پر لویه لاره پرته ولسوالي ده، چې طالبانو یې په اړوندو سیمو کې په اوونۍ کې درې څلور ځلې پلټنې کوي. د ځايي چارواکو په وینا په سیمه کې طالبان له لویو موټرو څخه د تېرېدو حق هم اخلي.