غنی-برادر-880x550

افغان سوله د امارت او جمهوریت په کشمکش کې

neshananews

13 September 2020

تر کلونو وینې تویونې او د افغان دولت او نړیوالې ټولنې تر ګڼو هڅو وروسته طالبان حاضر شول، چې د بین الافغاني خبرو مېز ته کېني او په افغانستان کې د یوه سیاسي نظام د جوړولو او جګړې د پای په هکله بحث وکړي.

د افغان دولت پر استازیتوب یو پلاوی د وږي پر ۲۲مه نېټه قطر ته روان شو، تر څو په لومړیو کې په هېواد کې پر یوه تلپاتې اوربند بحث وکړي. که څه هم تر اوسه لا بحثونه نه دي شوي؛ خو لومړۍ غونډې او د دواړو غاړو د استازو خبرو ته په کتو ښکاري، چې دواړو لوریو ته خپلې سرې کرښې، چې جمهوریت او امارت دي مهم دي. له دې څخه ښکاري، چې د سولې خبرې به یو اوږد او حتا نامعلوم پړاو تر شاه پرېږدي.

د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله د پیل ناستې په خبرو کې د تېرو اتلسو کالو پر لاسته راوړنو او ملا عبدالغني برادر د یوه اسلامي او ټولګډونه نظام پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

دواړه لوري پر مختلفو خواوو ټینګار کوي، چې د یوه لوري ټينګار پر امارتي او طالباني نظام دی او د بل لوري ټینګار پر معاصر نظام دی. عبدالله عبدالله په خبرو کې وویل:« په وروستیو کلونو کې د خلکو په ژوند کې بدلونونه راغلي، تېر ته ګرځېدل د افغانستان خلکو ته د منلو نه دي.». د نوموړي په وینا ټاکنې، د بیان ازادي، د ښځو حقونه، د لږکیو(اقلیت) حقونه، د قانون حاکمیت، د بشر حقونه او مدني حقونه د افغانستان د خلکو له لویو لاسته راوړنو څخه دي. هغه څه، چې د طالبانو پر وړاندې له دین څخه د دوی د اخیستنې پر وړاند واقع کېږي.

په قطر کې د طالبانو د پلاوي غړي سهیل شاهین رسنیو ته ویلي، چې دوی پر  اسلامي او ټولګډونه حکومت ټينګار کوي. نوموړي د افغانستان حکومت یو غیراسلامي حکومت بللی. له دې څخه ښکاري، چې د طالبانو نظر لا هم پخوانی دی او دوی ته له امارت څخه پرته بل څه د منلو وړ نه دي.

بل خوا تر طالبانو راوروسته نظامونو هم دې ته لاره هواره کړې، چې د مدنيت تر څنګ د امارت پلویان هم ډېر شي. طالبانو د فشار راوستو لپاره له یوې خوا د جګړې سنګرونه تاوده ساتلي او له بلې خوا د خپلو نظریو پر عملي کولو ټينګار کوي.

په دې برخه کې تر ټولو مهم یې؛ امریکا، چې ځان په افغانستان د ډیموکراټیکو ارزښتونو مسوول ګڼي هم هڅه کوي، چې خپلې اوږې په افغانستان له ډیموکراټيکو او مدني ارزښتونو څخه سپکې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپلو خبرو کې وویل، چې هېواد یې نه غواړي پر کوم لوري کوم څه تحمیل کړي او دواړه لوري باید  خپل راتلونکي نظام ته پام وکړي. له دې څخه ښکاري، چې طالباني امارت ته لاره پرانیستل به دوی ته توپیر و نه کړي. له څه وخته، چې د سولې خبرې پیل شوې د امریکا چارواکو بشري حقونه، د بیان ازادي، د ښځو حقونه او ورته نور ډیموکراټيک ارزښتونه په خوله هم نه دي وروړي.

د جمهوریت او امارت تیاره او روښانه روایت

طالبان له اسلامي امارت څخه یو روښانه روایت وړاندې کوي. د دوی په نظام کې ټاکنې ځای نه لري؛ خو په جمهوریت کې بیا ټاکنې لومړیتوب لري او د خلکو رایې ته کتو نظام خلکو ته ځواب ویونکی وي. په جمهوریت کې د بیان ازادي، ټاکنې او د بشر حقونه د یاد نظام ستنې دي؛ خو په امارت کې بیا ځایناستي، چوکاټ بندي او د ځینو زادیو سلب له حقوقي ارزښتونو څخه شمېرل کېږي.

په امارت کې باید مېرمنې په خپلو ټولو کړنو کې له دین څخه د طالبانو د اخیستنې تر ذره‌بین لاندې وي. که څه هم په افغانستان کې مختلفې ډلې دي؛ خو طالبان پر خپلې لیدلوري مطلق ټینګار کوي. لکه څنګه، چې له څو لسیزو راپدېخوا طالبانو په هغو سیمو کې جګړه روا بولي، چېرته چې جمهوریت حاکم دی اوس هم ښکاري، چې طالبان په اسانه تر خپلو غوښتنو نه تېرېږي. ښايي طالبان په لومړي سر کې لږ نرموالی وښيي؛ خو دا نرمښت د جمهوریت د منلو په معنا نه دی، بلکې د امارت لپاره یو تکتیکی هواری دی.

اوس به د افغان دولت خبري کوونکی پلاوی هڅه کوي، چې طالبان یوه اسلامي جمهوري نظام ته رضا کړي؛ که داسې و نه شي له جمهوریت څخه نه ملاتړ او نورې ستونزې به له طالبانو سره خبرې اوږدې او بې پایلې کړي.

د ښځو حقونه او له دین څخه د طالبانو روایت

ښځو ته د طالبانو نظر له پورته پر ښکته لوري دی. دوی مېرمنو ته د دویم جنس په سترګه ګوري.

په افغانستان کې په کور کې پابندۍ پر ښځو ځمکه دومره راتنګه کړې، چې په ځینو ټولنو کې ښځې پخپله هم نه غواړي، چې له کور څخه بهر راووځي.که څه هم د طالبانو ډلې د خبري کوونکي پلاوي غړي ملا خیرالله خیرخواه په قطر کې ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د دوی نظر تر پخوا بدل شوی دی؛ خو دا چې دا ډله له خپلې زاویې پر ښځو شریعت تطبیقول غواړي، ښکاري، چې یاده ډله لا هم په دې برخه کې پخوانۍ ده.

د طالبانو په وخت کې ښځې له زده کړو، اقتصادي او سیاسي کړنو محرومې وې. دا کار د دې سبب شو، چې د افغانستان مېرمنې د اوږده وخت لپاره له زده کړو او کار کولو څخه محرومې شي. حتا په ډېرو سیمو کې، چې د یادې ډلې تر واک لاندې وې مېرمنو نه شو کولای، چې ډاکټر ته لاړې شي.

د یادې ډلې په نظر مېرمنې نه شي کولای، چې له سړیو سره په یوه ځای زده‌کړې وکړي او یا هم نورې ټولنیزې، سیاسي او اقتصادي چارې له سړیو سره په ګډه پر مخ یوسي دا، چې په هېواد کې مېرمنو ته په دې برخو کې ځانګړي فرصتونه نشته؛ نو د دې ډلې په نظر له دې هر څه د مېرمنو څنګ ته کول ښه دي.

که څه هم د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو درېځ روښانه ښکاري؛ خو د جمهوریت دعوه کوونکي هم د مېرمنو د دوو لسیزو لاسته راړونو د دفاع لپاره کومه ځانګړې تګلاره نه لري. جمهوریت غوښتونکي باید وښيي، چې د کومو دیني روایاتو له مخې د ښځو د حقونو دفاع کوي؟ که داسې و نه شي ستونزمنه به وي، چې طالبان دا حقونه ومني، ځکه طالبان له شریعت څخه د دوی له اخیستنې ورهاخوا پر بل څه باور نه لري.