USA-MILITARY/FORTBRAGG

امریکایي استخبارات هڅه کوي، چې له پاکستان څخه په افغانستان کې نظامي عملیاتو ته لاره هواره کړي

neshananews

07 June 2021

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د استخباراتو د یوه لوړپوړي چارواکې له خولې لیکلي، چې امریکا هڅه کوي داسې لاره پیدا کړي، چې پر مټ یې له پاکستان څخه په افغانستان کې عملیات وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي، چې واشنټن په دې اړه لا وروستۍ پایلې ته نه دی رسېدلی. د راپور پر بنسټ ښایي امریکا په پاکستان کې د یوې نظامې اډې د جوړولو تر څنګ په افغانستان کې د کشفي عملیاتو تګلاره هم پلې کړي.

د راپور پر بنسټ په دې اړه به له اسلام اباد سره هوکړه کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې واشنټن په افغانستان کې خپل فزیکي حضور تر څلورو میاشتو پای ته رسوي او افغانستان پرېږدي.

تر دې مخکې هم داسې راپورونو ورکړل شوي وو، چې امریکایان ښایي له افغانستان څخه تر وتو وروسته په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت شي. طالبانو هم په دې اړه غبرګون ښوولی.

د امریکا او پاکستان رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.