images (7)

امریکا او اروپايي ټولنې د اقلیم له بدلون سر د مبارزې په پار ۱۰۰میلیارده ډالر ځانګړي کړي

neshananews

15 June 2021

د امریکا ولسمشر جو بايډن او اروپايي ټولنې ژمنه کړې، چې د اقلیم له بدلون سره په مبارزه کې باید خپلې همکارۍ زیاتې کړي. امریکا او اروپايي ټولنې دې برخې ته سل میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي.
د دې هوکړې پر بنسټ امریکا او اروپايي ټولنه به دا پیسې هغو هېوادونو ته ځانګړې کړي، چې د زیاتو ګل‌خانه‌یي ګازونو په تولید کې ډېره ونډه لري. د دې تر څنګ د کاناډا او المان مشرانو هم په جلا، جلا ډول غوښتي، چې د اقلیم له بدلون سره به مبارزه وکړي. په دې تګلاره کې به د یوه سالم چاپېریال د رامنځته کېدو په پار له لمریزې انرژۍ ګټه هم شامله وي؛ تر څو د اقلیم په بدلون کې رامنځته شوې ستونزې حل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په نړۍ کې یوه لویه ستونزه، چې هېوادونه یې له ګواښ سره مخ کړي دي د اقلیم بدلون دی.
د راپورونو پر بنسټ هره ورځ د ځمکې تودوخه مخ پر زیاتېدو ده او ښايي په راتلونکي کې د ځمکې پر مخ ژوند سخت کړي.