امریکا ولې له ټيکټاک شبکې وېرېږي؟
سرچینه: اتلانتیک
په نړۍ کې د ټیکټاک شبکې د مینوالو زیاتوالی هغه موضوع ده، چې امریکا یې له کلونو راهیسې اندېښمنه کړې. ټیکټاک هغه شبکه ده، چې بنسټګر یې په چین کې زوکړی؛ خو کولای شي خپلې پنځونې په امریکا کې وځلوي.
په امریکا کې د فېسبوک، ټوېټر او انسټاګرام تر څنګ د ټیکټاک د مینوالو زیاتوالی ښيي، چې ډېرو امریکایانو ته مهمه نه ده، چې د ټيکټاک شبکې بنسټګر چېرته زوکړی؛ خو د هغه نبوغ او ځيرکتیا ته هرکلی وايي او پنځونه یې کاروي.
بل خوا په وروستیو کې د ټيکټاک پر وړاندې د امریکا رسمي سیاست بدل شوی. د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځلې له ټیکټاک شبکې سره ستونزه په ډاګه کړې وه او د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن هم له یادې شبکې سره احتیاطي چلند کوي.
د امریکایانو په نظر چین د امریکايي دولت ستراتژیک شریک نه، بلکې د دوی ستراتژیک دښمن دی. ټيکټاک شبکه امریکایانو ته یوازې محبوبه شبکه نه ده، چې امریکايان پکې د خپل ورځني خصوصي ژوند ښکلې برخې نندارې ته وړاندې کړي، بلکې دوی ته دا شبکه د چین د کمونیست ګوند تر واک لاندې د امریکايي وګړو د څارنې او په دوی کې د نفوذ وسیله هم ښکاري.
د امریکا د خزانې وزیر سټېفن منوچین وايي، چین پر نویو پنځونو واکمن دی، ښايي له ټيکټاک څخه د رازونو د پټولو، د میلیونونو امریکايي وګړو د خصوصي ژوند د څارنې او د نورو ګواښوونکو عملیاتو په برخه کې ګټه واخلي. د خزانې وزیر وايي، چې کنګرې ته یې یوه داسې طرحه وړاندې کړې، چې پر مټ یې د ټیکټاک له لورې د احتمالي تخریبي عملیاتو مخه ونیسي او پر وړاندې یې وار له مخې ګام واخیستل شي.
د امریکا د جمهوري غوښتونکو یو سناتور جوش حاولي وايي، چې ټيکټاک د چین په یوې څارونکې الې بدل شوی. هغه اله، چې چین یې پر امریکایانو د تسلط په پار کاروي او د امریکا ملي امنیت ته یو رښتنی ګواښ دی.