15.41.28

اچین کې د وسله‌والو طالبانو ۹ پاکستاني غړي وژل شوي

neshananews

29 June 2021

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، تېره ورځ د یاد ولایت د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې د وسله‌والو طالبانو ۹ پاکستاني غړي وژل شوي او ۷ نور یې شدید ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي، د دغه عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو دوه مرکزونه او شپږ ځای پر ځای شوي ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

که څه هم وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي؛ خو چارواکي ادعا کوي، چې د دغه ترسره شویو عملیاتو پر مهال یې د اچین ولسوالۍ زیات شمېر سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړې دي.