بدخشان: د طالبانو یو سیمه ایز قومندان له خپلو څلورو تنو سره وژل شوی
د بدخشان سیمه ایز چارواکي وایي، د فیض اباد ښار په اتمه ناحیه کې د طالبانو برید پر شا تمبول شوی او په پایله کې یې د طالبانو یو سیمه ایز قومندان له خپلو څلورو تنو سره وژل شوی.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني وایي، طالبانو تېره شپه (جمعه، تله، ۴) د فیض اباد ښار اتمې ناحیې اړوند په دوابه یفتل بالا سیمه کې د پاڅونوالو پر پوستو برید کړی، چې یو ساعت یې دوام کړی. د هغه په وینا په دې نښتو کې د طالبانو یو سیمه ایز قومندان له خپلو څلورو تنو سره وژل شوی.
روحاني همداراز وایي، چې په دې نښته کې د غازي پر نوم د سیمه ایزو پولیسو یو قومندان هم وژل شوی او یو بل سیمه ایز پولیس ټپي دی.
د بدخشان امنیتي چارواکي وایي، په وروستیو په یاد ولایت کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.
قومندان صلاح الدین پامیر او د سنګر کلونه
4 Aug 2021
مسعود ارشد: تل مې په لومړۍ کرښه کې جګړه خوښېږي
25 Jul 2021