مسمومیت تخار

تخار؛ د یوې سیمې اتیا اوسېدونکي مسموم شوي

neshananews

22 May 2021

د تخار امنیتي چارواکي وایي، د چال ولسوالۍ، خانقاه سیمې اتیا اوسېدونکي تر ډوډۍ خوړلو وروسته مسموم شوي.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وایی، دا کسان پرون ورځ د قرانکریم ختم په مراسمو کې تر ډوډۍ خوړلو وروسته مسموم شوي.
همداراز سیمه ییزې سرچینې په چاه اب ولسوالۍ کې هم د شپږو تنو د مسمومیت خبر ورکوي.
اسیر وایي، مسموم شوي کسان روغتیایی مرکزونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. د هغه په وینا د دوی وضعیت د ډاډ وړ دی؛ خو د مسمومیت د لامل معلومولو په موخه یې طبي څېړنې روانې دي.
بل خوا د سیمې اوسېدونکي وایي، چې دا کسان د اومو چرسو د خوړلو له امله مسموم شوي دي. سیمه ییزو سرچینې دا خبر نه دی تایید کړی.