President-elect Joe Biden speaks Monday, Nov. 9, 2020, at The Queen theater in Wilmington, Del. (AP Photo/Carolyn Kaster)

جو بایډن: د نړۍ راتلونکي قواعد باید د غربي ډیموکراسیو پر لاس ولیکل شي

neshananews

07 June 2021

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د راتلونکې نړۍ قواعد باید د غربي ډیموکراسیو پر لاس ، چې د ازاد اقتصادي نظام پلوې ده ولیکل شي.

بایډن واشنټن پوسټ ته په یوه یادداشت کې لیکلي، چې هغه د غربي ډیموکراسیو تر منځ د یووالي په لټه کې دی.

بایډن وایی د راتلونکو سلو کلونو قواعد باید د چین لاس ته و نه لوېږي.

په دې یادښت کې نړیوال ګواښ کرونا ته هم اشاره شوې.

بایډن زیاته کړې، چې کرونا ویروس ته به د خپلې ادارې په راتلونکو کلونو کې رسېدګي وکړي.

ښاغلې بایډن تر دې مخکې ویلي وو، چې له ویلادیمیرپوتین سره په لیدنه کې به له نوموړي وغواړي، چې په روسیه کې بشري حقونو ته پام وکړي.

ټاکل شوې بایډن او پوتین په راتلونکو اوونیو کې د سویس په ژنوا کې وګوري.

په دې لیدنه کې به د مسکو واشنټن پر اړیکو، د اقلیم پر بدلون او د کرونا بحران ته پر رسېدګۍ بحث وشي.