خلیلزاد-400x250 (1)

خلیلزاد: امریکا د سولې په خبرو کې د افغانو ښځو د حقونو ساتونکې ده

neshananews

23 September 2020

په افغان سوله کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې امریکا د افغان سولې په خبرو کې د افغانو مېرمنو د حقونو ملاتړې او ساتونکې ده. ښاغلي خلیزاد تېره ورځ (شنبه، تله، ۱) د امریکا د استازو مجلس فرعي کمېټې ته ویلي، چې په افغان سوله کې د ښځو حقونو ته ارزښت ورکوي او ورڅخه ملاتړ کوي.
ښاغلي خلیزاد همداراز ویلي، چې په افغانستان کې به د لږکیو، قومي او مذهبي حقونه هم په پام کې ونیسي او ملاتړ به یې وکړي. د هغه په وینا یاد ارزښتونه د امریکا له لومړیتوبونه څخه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې په خبرو کې د لږکیو او ښځو د حقونو په هکله اندېښنې دي. بل خوا په قطر کې د طالبانو استازي وايي، چې ښځو ته به له اسلامي شریعت سره سم حقونه ورکوي.