خلیلزاد د یوه پلاوي په مشرۍ کابل او دوحې ته روان شوی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په افغان سوله کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دوحې او کابل ته روان شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (شنبه، د غبرګولي ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې له ښاغلي خلیلزاد سره د یاد هېواد د ملي دفاع وزارت، د امریکا د پراختیا ادارې او ملي امنیت شورا استازي هم ملتیا کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، خلیلزاد به په دې سفر کې د کابل دولت له چارواکو، مدني ټولنې له غړو، ښځو او د طالبانو او دولت له مرکچي پلاوو سره هم خبري وکړي.
د خبرپاڼې پر بنسټ خلیلزاد به د دولت او طالبانو دواړه پلاوي د خبرو بیا پیل ته وهڅوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د دولت مرکچي پلاوی دوحې ته لاړ تر څو د سولې خبرې بیا پیل کړي؛ خو تر اوسه دا خبرې نه دي پیل شوې.