خلیلزاد-1

خلیلزاد: طالبان او افغان دولت باید جدي خبرې وکړي

neshananews

06 June 2021

په افغان سوله کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د دې وخت رارسېدلی، چې طالبان او افغان دولت جدي او یوې پایلې ته رسېدونکې خبرې وکړي.

د ملي روغې جوړې شورا نن (یکشنبه، د غبرګولي شپاړسمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښاغلي خلیلزاد دا خبرې له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې.

خلیلزاد زیاته کړې، چې د افغان سولې اړوند نړیواله اجماع رامنځته شوې، چې واشنټن یې په کلکه ملاتړ کوي. خلیلزاد په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالې نیوکه کړې هغه له افغان دولت او طالبانو غوښتي، چې د جګړې د پای لپاره جدي خبرې وکړي.

ښاغلي خلیلزاد د سولې اړوند پر نړیوالې سیاسي اجماع ټینګار کړی. هغه وایي سیاسون هم باید په دې برخه کې یو موټی شي، ځکه دا کار به په افغان سوله کې ښه ثابت شي.

خلیلزاد نن سهار کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره یې لیدنه کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، خلیلزاد به له یو شمېر نورو سیاسونو سره هم وګوري او بیا به دوحې ته لاړ شي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې د افغان دولت مرکچي پلاوی هم تېره اوونۍ دوحې ته تللی او تمه ده د سولې خبرې بیا پیل کړي.