خلیلزاد-400x250

خلیلزاد: په افغانستان کې باید وینه تویونه ودرېږي

neshananews

28 October 2020

په افغان سوله کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د سولې ښکېلو غاړو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت پر ځای تاوتریخوالی زیات کړی دی او دا چار امریکا ته د منلو نه ده.

ښاغلي خلیلزاد نن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه د دواړو غاړو ژمنې ناهیلې کوونکې دي. د هغه په وینا تل په افغانستان کې د وینې د بندېدو فرصت نه وې؛ نو ځکه باید  ژر تر ژره وینه توینه ودرېږي.

ښاغلی خلیلزاد زیاتوي، چې افغان جګړې د سیمې تخریبوونکو ته فرصت ورکړی، چې د افغانستان خلک د مرمۍ د باروتو په توګه وکاروي. د هغه په وینا سیاسي ډلې باید په افغانستان کې د جګړې پر ختمولو هوکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له امریکا سره په هوکړه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت ژمنه کړې وه؛ خو په وروستیو کې یې تاوتریخوالی زیات کړی.

بل خوا ۴۵ ورځې کېږي، چې د افغان دولت او طالبانو پلاوي په قطر کې د سولې خبرو د وروستي کولو په پار شپې ورځې سبا کوي؛ خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.