د اسلامي همکاریو سازمان: په افغان جګړه کې ښکېل لوري باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې پر خبرو تمرکز وکړي
د اسلامي همکاریو سازمان وايي، په افغان جګړه کې ښکېل لوري باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې پر خبرو تمرکز وکړي. دغه سازمان همداراز په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې.
یاد سازمان پرون (سهشنبه، د لړم ۶) په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د یوه ټولمنلي اوربند غوښتنه کړې ده. د دوی په افغانستان کې وروستي تاوتریخوالي ملکي وګړو ته ګڼ زیان اړولی دی، چې زیاتې مېرمنې او ماشومان یې هم قرباني شوي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان همداراز غوښتي، چې دواړه لوري په تلپاتې سولې تمرکز وکړي.
په ورته وخت کې ارګ د اسلامي همکاریو سازمان له دې غوښتنې هرکلی کړی. د ارګ ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د افغانستان دولت هم په افغانستان کې اوربند غواړي؛ خو طالبانو تر اوسه اوربند ته غاړه نه ده ایښې.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغان سوله کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت ژمنې ناهیلې کوونکې بللې دي.